د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

د ډبرو سکارو د غیر قانوني کیندنې او قاچاق په اړه اندیښنې


د افغانستان د شفافیت د څار د ادارې چارواکې وايي؛ د هیواد په ځینو سیمو کې په غیر قانوني توګه د ډبرو سکرو غیرقانوني کیندنو او بهرنیو هیوادونو ته د دې موادو قاچاق اندیښمن کړي دي.

د افغانستان د شفافیت د څار ادارې د پروګرامونو مسول مجاهد سنګریار ازادي راډيو ته وویل؛ که حکومت په دې اړه ژر اقدام ونه کړي په خپل سر د کانونو کیندل به په راتلونکې کې په یوه لویه ملي ستونزه بدله شي.

"په بیلا بیلو ولایتونو او سیمو کې د ډبرو سکاره په پراخه کچه د وسله والو مخالفینو، زورواکو، پخوانیو قوماندانانو او د سیمې د اوسیدونکو له خوا په قاچاقي ډول په پراخه اندازه کیندل کیږي."

د نوموړي په وینا، دا مهال په هرات، بامیانو، بغلان او سمنګان ولایتونو کې د ډبرو سکاره په پریمانه اندازه په خپل سر کیندل کیږي او حتی له هیواده بهر قاچاقیږي.

ښاغلی سنګریار وايي دا کار په هیواد کې د سون موادو په بیې اغیز لري او که مخه یې ونه نیول شي؛ په هیواد کې به د سون مواد بیې په بې ساري ډول لوړې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې خلک د ژمې له رارسیدو مخکې په کابل کې د سکرو په اخیستو لګیا دي او شکایت کوي، چې د سون د نورو موادو ترڅنګ د دې بیه هم لوړه ده.

په کابل کې د ډبرو سکارو خرڅونکو ازادی راډيو ته وویل؛ دا نرخونه ځکه لوړ دي چې دوی یې له غیر مسوله کسانو چې ډير شمیر یې پاکستان ته لیږدوي په لوړ قیمت رانیسي.

"دلته نرخونه ډير لوړ دي دا ټول په غیرقانوني توګه وبیستل شوي دي؛ حال دا چې غوره لار دا ده چې حکومت یې وکینې او سوداګرو ته یې ورکړي خو بدبختانه له دې ځای نه په ډير ښه نرخ پاکستان ته وړل کیږي."

دوکانداران وايي، دا سکاره د حکومت له خوا نه بلکې د عامو سیمه ییزو کسانو له خوا کیندل کیږي او له همدې امله یې هم په افغانستان کې نرخ ثابت ندی.

دا په داسې حال کې ده چې د کانونو وزارت د دوی د ادعا په رد سربیره وايي د منظم پلان له مخې د هیواد د داخلی ضرورت له پوره کیدو ورهاخوا بهرنیو هیوادونو ته هم د ډبرو سکارو صادروي.

د دې وزارت ویاند رفیع صدیقي د ازادی راډيو سره په خبرو کې وویل؛ دوی د ډبرو سکارو ارزښت ته په کتو هغې ته خاصه پاملرنه کړي او کیندونکو ته د مالیاتو له ورکړې وروسته د هغې د کیندلو اجازه ورکول کیږي.

په افغانستان کې ډبرو د سکارو هیڅ داسې کان نشته چې سکاره د یې له مالیاتو پرته وباسل شي.هغه کانونه چې تثبیت شويدي د کانونو وزارت هغه پیژندلی او تخنیکې مطالعه یې روانه ده په همدې ډول هغه چې ثابت شويدي هغه خصوصي سکتور ته ورکړل شويدي او خپله تصدی د هغې په برخه کې کار کوي.

نوموړی وايي په هیواد کې د ډبرو سکارو د بیو لوړوالی د هغې د کمښت یا قاچاق له امله نه بلکې په هیواد کې د ازاد بازار له امله دی.

اقتصادي کارپوهان د ډبرو سکرو په شمول ټولې طبیعي زیرمې د افغانانو ګډه پانګه بولې او سپارښتنه کوي چې د زورواکو او ځینو خاصو کړیو لخوا په غیر قانوني توګه د کانونو د استخراج مخه باید ونیول شي.

ویل کیږي چې په تیرو څو کلونو کې په قانونې او مسلکې توګه د ډبرو سکارو استخراج ته نه پاملرنه د دې سبب شوي چې ډير شمیر کسان په دې لار کې خپل ژوند وبایلي.

د روانې اونی په یوه تازه پیښه کې د سمنګان ولایت د ډبرو سکارو په یوه کان کې څلورو کسانو چې په غیر قانوني ډول د هغې کیندلو ته ورغلي وه خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اقتصادي کاروپوهان وايي که د ډبرو سکارو کیندلو،لیږدولو،تصفیی او پروسس ته خاصه پاملرنه وشي نه یواځې دا چې مرګ ژوبله به کمه شي بلکې کولای شي دا کار د افغانستان د اقتصادي پرمختیا لپاره ښه لار هواره کړي.

له سکرو سربیره دا مهال کرومیټ ډبرې، هم په خپل سر کیندل کیږي او په ډیره کمه بیه ګاونډي هیواد پاکستان ته قاچاقیږي.

XS
SM
MD
LG