د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

د مس عینک کان لپاره د چين طرحه د اداري فساد تورنو له امله ځنډېدلې


په لوګر کې تر يوه لرغوني ښار لاندې د مس عينک د مسو د استخراج لپاره د چين طرحه د اداري فساد د تورونو له کبله وځنډېده.

وروسته تر دې چې د درې میلياردو په ارزښت د دغې پروژې عمومي رئيس د اداري فساد په خاطر د چين د کمونيست ګوند څخه وايستل شو، په افغانستان کې د دې معدن استخراج له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د معدنو د استخراج د چين دولتي شرکت یا «ام سي سي» عمومي رئيس شین هيتينګ په ۲۰۰۷میلادي کال کې د افغانستان په لوګر کې د مس عينک په سیمه کې د مسو د استخراج قرارداد لاسلیک کړ.

د مس عينک سیمه تر يوه پنځه زره کلن بودايي ښار لاندې ده او وروسته له هغه د لرغون پوهانو انتقادونه زیات شول چې چين له دې سيمې د مسو د استخراج پرېکړه وکړه.

چين د خپل فلز کارۍ د صنعت له خاطره په نړې کې د مسو له ټولو لوی غوښتونکی هېواد دی.

له ۲۰۰۷میلادي کال راهيسي په افغانستان کې د امنيتي ستونزو له کبله دغه پروژه ځنډېدلې ده او د مسو د استخراج کار نه دی پیل شوی.

امریکا او نور لوېديځ هېوادونه په افغانستان کې له ۲۰۰۱میلادي کال راهيسې د امنيت لپاره له سخت دريځو سره مبارزه کوي.

د «مس عينک وژغورئ» په نوم يوه مستند فلم پر اساس په دغه سیمه کې کانونه به دا لرغونی ښار له منځ یوسي چې د سلو میلياردو ډالرو په ارزښت دغه مس استخراج شي.

خو د چين ياد دولتي شرکت او افغان حکومت وايي چې دوی به د سلو میلياردو ډالرو په ارزښت د مسو د استخراج پروژه پر مخ يوسي.

سي اين بي سي تلويزيون راپور ورکړی چې وې نه کړای شو د اي مېل يا تليفون له لارې له دغه چيني شرکت سره تماس ونیسي او د چين سفارت هم په دې اړه ځواب نه دی ويلی.

د مس عينک وژغورئ فلم جوړوونکی برینټ هافمن چې د دغه معدن د استخراج مخالف دی، وايي له دې پروژې څخه د شين ايستل کېدل یو لوی پرمختګ دی.

هافمن سي این بي سي تلويزيون ته ويلي چې له دې څرګنده شوه د چين حکومت مني چې په دغه هېواد کې په دولتي شرکتونو کې د لوړې کچې فساد شته.

خو د ښاغلي شین پر وړاندي د تورونو په اړه نور معلومات نشته.

بيرنت هافمن هيله څرګنده کړې ده چې پر شېن د اداري فساد تورونه ښايي له مس عينک څخه د مسو د استخراج هڅې پای ته ورسوي.

خو د افغانستان د معادنو او پترولیم وزارت وايي، که دغه معدن استخراج شي، دا به د افغان حکومت لپاره د عاید يوه ښه منبع شي او سلګونو افغانانو ته به د کار زمينه برابره شي.

XS
SM
MD
LG