د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

الکوزی: وړو کانونو کېندلو لپاره دې خصوصي سکتورته اسانتیاوې برابرې شي


د وړو کانونو د ایستلو برخه کې د تدارکاتو د پروسې ساده کېدل، د کانونو په قانون کې د بدلونونو راوستل، د کان کېندونکو شرکتونه راجسټر، دې برخه کې د فابریکو لپاره د ځمکو ورکړه، د بریښنا ور رسول، امنیت او د خصوصي سکتور ملاتړ هغه وړاندیزونه وو چې د افغانستان د خصوصي سکتور استازیو، د دوشنبې په ورځ د سوداګرۍ او صنایعو د خونې او کانونو او پټرولیم وزارت په ګډه مشورتي غونډه کې افغان چارواکو ته وشول.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل، حکومت د وړو کانونو د کېندلو لپاره کاري پلان نه‎لري او همدا لامل دی چې له کلونو کلونو راهیسې د هېواد کانونه په غیرقانوني توګه کېندل کېږي او بهر ته قاچاقېږي.

ده هیله وکړه چې حکومت دې د وړو کانونو د کېندلو برخه کې خصوصي سکتور ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزی
د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزی

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:

"زموږ د تولید او صنعت لپاره لومړیتوبونه ځانګړي نه شول. زموږ ځینې فابریکې د دې له امله له کاره ولوېدې چې اومه مواد یې په افغانستان کې نه وو. زموږ پاخه مواد باید له محصوله معاف شي. په بهرنیو واردیدونکو ورته مالونو باید تعرفه لوړه شي او موږ ته باید بریښنا او ځمکه راکړل شي."

د وړو کانونو د کېندونکو د فابریکو مسؤلینو یادې غونډې ته وویل، حکومت دې د دغو کانونو د کېندلو تړونونه له هغو فابریکو او شرکتونو سره وکړي چې لازم مالي او تخنیکې امکانات ولري.

د دغې مشورتي ناستې د ګډون‎والو سوداګرو او پانګه‎والو په خبره لازمه نه ده چې د وړو کانونو د کېندلو تړونونه دې، د لویو کانونو د تړونونو په څېر د تدارکاتو له کمېسیون، د اقتصادي عالي شورا او د کابینې د اقتصادي کمېټې له پروسې تېر شي.

د دوی په باور وړو پانګه‎والو ته باید دغه پروسه لنډه او ساده شي.

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې د افغانستان د شمال د تیلو او ګازو او د لوګر ولایت د مس عینک د کان د کېندلو تړونونه، سره له دې چې له ځینو بهرنیو کمپینو سره شوي خو لازمه نتیجه یې نه‎ده ورکړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني حکم کړی چې د مناسبو شرایطو تر رامنځته کېدو پورې دې د لویو کانونو د کېندلو، له تړونونو څخه ډډه وشي.

د افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې شبکه وايي چې د افغانستان د کانونو د کېندنې د تړونونو او کېندنې په برخه کې پراخ فساد موجود دی.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرستې وزیرې نرګس نهان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې او د کانونو او پټرولیم وزارت په ګډه غونډه کې د هېواد د وړو کانونو کېندل د خلکو او هېواد د اقتصادي ودې لپاره اړین وبلل او ژمنه یې وکړه چې د کانونو د کېندلو برخه کې به د خصوصي سکتور د ستونزو هوارولو ته تدابیر جدي او ګړندي شي.

مېرمن نهان زیاته کړه:

"د زیربنا او اقتصادي پراختیا برخه کې د ملي یووالي د حکومت ژمنې څرګندې دي. د کانونو د قانون تعدیلات پیل شوي، موږ یو مېکانیزم جوړوو چې دا تړونونه، د ملي تدارکاتو ادارې ته لاړ نه‎شي. همدارنګه له ټولو شرکتونو څخه چې د کانونو برخه کې کار کوي هیله کوو چې ځانونه له موږ سره راجسټر کړي."

د اقتصادي چارو پوهان وايي، د کانونو د کېندلو لپاره تر ټولو مهمه اړتیا امینت دی.

افغان کارپوه محمد امین فرهنګ
افغان کارپوه محمد امین فرهنګ

د دغو کارپوهانو له ډلې محمد امین فرهنګ ازادي رادیو ته وویل:

"دولت ته په کار ده چې دې برخه کې لړ کارونه وکړي څو خلک د خپلو ملي شتمنیو او په تېره د کانونو خاوندان شي. دم‎ګړۍ د هېواد له وړو کانونو څخه ترهګر ګټه اخلي او دولت او په تېره د کانونو وزارت یې پر وړاندې بې پروا دی. د دغو کانونو د تالان لامل ناامني ده."

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه د کانونو د کېندلو په سکتور کې څه باندې یو میلیارد ډالره پانګونه شوې چې د دغه ستر سکتور لپاره کافي نه‎ده.

د امریکا د ځمکې پيژندنې د ادارې "یو.اېس.جي.اېس" د سروې له مخې د افغانستان طبیعي زیرمې څه باندې یو تریلیون ډالره ارزښت لري.

دچارو پوه ښاغلی فرهنګ وايي، که په افغانستان کې امنیت ټینګ شي، د نړۍ ډیرې باوري کمپنۍ به په کې د کانونو د کېندلو برخه کې پانګونه وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG