د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

د طالبانو حکومت پاکستان ته د سکرو صادارت ډېر کړي


سمنګان کې د سکرو کان
سمنګان کې د سکرو کان

د طالبانو حکومت پاکستان ته د سکرو صادرات زیات کړي او په عین وخت کې یې د سکرو پر پلور مالیه لوړه کړې ده.

رویټرز خبري اژانس په دې اړه په یوه راپور کې ویلي، طالبانو د بهرنیو مرستو په نشتوالي کې د کانونو له سیکتور څخه د زیات عاید د ترلاسه کولو هڅې ډېرې کړي او په دې لړ کې یې پاکستان ته د سکرو صادرات زیات کړي دي.

پاکستان ته د افغانستان د سکرو صادرات په داسې وخت کې زیات شوي چې اوس په نړۍ کې د سکرو بیه په بې ساري ډول لوړه شوې ده ځکه چې اندونیزیا د سکرو پر صادراتو بندیز لګولی او له بلې خوا پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د سکرو بیه نوره هم په لوړېدو ده.

هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د دې مطلب دا دی چې له افغانستان سره نړیوالې مالي مرستې ودرېږي او دا هېواد له بشري او اقتصادي بحران سره مخامخ شي.

طالبانو د خپلې بقا لپاره د افغانستان طبیعي سرچینو ته مخه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل رویټرز ته ویلي چې د سکرو صادرات یې د دې لپاره زیات شوي چې دوی سوداګرو ته لاره هواره کړې ده.

طالبانو د خپلې بقا لپاره د افغانستان طبیعي سرچینو ته مخه کړې ده.
طالبانو د خپلې بقا لپاره د افغانستان طبیعي سرچینو ته مخه کړې ده.

د ده په وینا، د طالبانو حکومت ۳ ملیارده افغانۍ، چې څه باندې ۳۳ ملیون ډالره کېږي، ګمرکي عاید ټولوي او په تېرو ۶ میاشتو کې یې د سکرو له صادراتو د څه باندې ۱۶ ملیارد افغانیو عاید ترلاسه کړی دی.

حقمل همدا راز وویل چې د سکرو د پلور مالیه یې تېره اوونۍ له ۲۰ سلنې څخه ۳۰ سلنې ته لوړه کړې ده.

طالبانو روانه میاشت خپله لومړنۍ کالنۍ بودجه اعلان کړه چې ټوله په داخلي عوایدو متکي ده خو سره له دې چې انکشافي برخې ته پکې چندان پام نه دی شوی بیا یې هم د بودجې کسر خورا زیات دی.

د طالبانو حکومت د ګمرکي عاید د زیاتولو لپاره پاکستان ته د سکرو صادرات په بې ساري ډول زیات کړي دي.

یوه پاکستاني چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ښايي له افغانستانه د میاشتې تر ۵ لکه ټنه پورې سکاره پاکستان ته واردیږي.

پاکستان ډېر سکاره له جنوبي افریقا واردول چې ډېر ورڅخه لېرې دی او ترانسپورت یې ګرانه تمامیږي.

XS
SM
MD
LG