د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

ایا پاکستان ته د ډبرو د سکرو صادرات متوازن دي؟


د افغانستان د ډبرو سکرو کان
د افغانستان د ډبرو سکرو کان

که څه هم له افغانستانه پاکستان ته د ډبرو سکرو پر صادراتو نیوکې لا پر ځای دي، د پاکستان د مالیې وزیر ویلي، هېواد یې لېواله دی چې له افغانستانه د ډبرو سکاره وارد کړي.

تر دې مخکې د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف ویلي وو، هېواد به یې له افغانستانه د ډبرو سکرو صادرات لا منظم او چټک کړي.

د شهباز شریف تر دغو څرګندونو وروسته د طالبانو چارواکو د سکرو پر صارداتو د مالیې لوړولو خبره وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره هیئت له غړي، اذرخش حافظي نه زموږ همکار سلطان محمد سرور د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، چې ایا پاکستان ته د ډبرو د سکرو صادرات متوازن دي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:28 0:00
XS
SM
MD
LG