د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

د پاکستان حکومت له افغانستانه د ډبرو سکرو د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار کړی


د جیولوجیکي څېړنو پر بنسټ په ټول افغانستان کې د ډبرو د سکرو اتیا بېلابېلې زېرمې شته چې اوسمهال یې یوازې له ۱۷ زېرمو استخراج روان دی.
د جیولوجیکي څېړنو پر بنسټ په ټول افغانستان کې د ډبرو د سکرو اتیا بېلابېلې زېرمې شته چې اوسمهال یې یوازې له ۱۷ زېرمو استخراج روان دی.

د پاکستان حکومت له افغانستانه د ډبرو سکرو د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

په داسې حال کې چې له افغانستانه ګاونډي پاکستان ته د ډبرو سکرو او قیمتي ډبرو پر لېږد انتقادونه مخ پر زیاتېدو دي، د پاکستان لومړي وزیر له خپلې کابینې غوښتي چې له افغانستانه د ډبرو سکرو صادرات زیات کړي.

شهباز شریف تېره ورځ ناوخته له افغانستانه د ډبرو سکرو د صادراتو د زیاتېدو په اړه د پاکستان د کابیني په یوه ځانګړې غونډه کې ویلي، دغه هېواد ته د ډبرو سکرو د وارداتو له درکه به پاکستان په کلني ډول دوه اعشاریه دوه میلیارده ډالره سپما وکړي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف

شریف وویل: "د افغانستان د ډبرو سکاره هماغه کوالټي لري چې له اندونیزیا به د میلیاردونو ډالرو په لګښت راواردېدل، نو د دې د انتقال لپاره موږ یو نظم جوړ کړی، نو ان شاءالله له افغانستانه به د ډبرو سکرو واردات کرار کرار زیات شي، او له دې درکه به پاکستان په کلني ډول دوه میلیارده ډالره سپما وکړي، الحمدالله دوه میلیارده ډالر او د ډبرو دا سکاره به راځي او موږ به دا په روپیو اخلو، ډالر به نه مصرفېږي، دغه شان د نورې نړۍ د ډبرو سکرو پر نسبت به دا په نیمه بیه اخلو."

نوموړي دا هم وویل، چې له افغانستان باید د ډبرو سکاره په پاکستاني روپیو وپېرل شي، چې له یوې خوا ډالر په کور پاتې شي او له بلې خوا د روپیو ارزښت ورسره لوړ شې.

ښاغلي شریف د کابینې په غونډه کې دغه شان د خپلې کابینې د دفاع د وزیر په مشرۍ له افغانستانه د ډبرو سکرو د وارداتو د چټکېدو لپاره د یوې کمېټې د جوړېدو لارښونه هم کړې ده.

پاکستان چې مخکې به یې د ډبرو سکرو په برخه کې خپلې اړتیاوې له اندونیزیا او سویلي افریقا پوره کولې خو په ناڅاپي ډول د اندونیزیا له لوري د سکرو پر صادراتو بندیز په نړیوال بازار د سکرو بیې د ریکارډ تر کچې لوړې کړې.

د راپورونو پر بنسټ اوسمهال په نړیوال مارکېټ کې د یو ټن ډبرو سکرو بیه ان تر څلور سوه ډالره رسېدلې ده خو دا لا معلومه نه ده چې د افغانستان سکاره پاکستان ته په کومه بیه ورکول کېږي؟

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې پاکستان ته د ډبرو د سکرو د صادراتو د زیاتېدو له امله په افغانستان کې د طالبانو په سرپرست حکومت انتقادونه مخ پر زیاتېدو دي.

عام افغانان او د ټولنیزو رسنیو زیات شمېر چلوونکي د طالبانو له حکومته غواړي، چې له پاکستان سره د ډبرو سکرو او نورو قیمتو ډبرو د قراردادونو جزییات او څرنګوالی باید له ولس سره شریک شي.

خو د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د پاکستان په ګډون له هېڅ هېواد سره د کانونو د استخراج هوکړه نه ده شوې، بلکې د دوی په خبره، کورني شرکتونو سره د یوې هوکړې له مخې د ډبرو سکاره پر دوی پلورل کېږي او دوی خپل بازار ته په کتو هغه له افغانستانه صادروي.

د دې وزارت ویاند عصمت برهان ازادي راډیو ته وویل: "البته له پاکستان سره رسمي قرارداد نه لرو، موږ د ډبرو سکاره په داخلي سکټور پلورو او پر دوی دا قیود نه لګو چې دا باید چېرته صادر کړي، خو چې هر ځای ورته ښه مارکېټ وي هملته پلورل کېږي، نو اوس وخت کې پاکستان د دوی لپاره ښه مارکېټ دی، اوسمهال په دې برخه کې زموږ نږدې یو لک هېواد وال په کار اخته دي، او یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي، دا ډبرو سکاره چې غلام بندر ته افغان سوداګر رسوي هلته یو ټن شاوخوا پر هغوی له پنځوس تر پنځه پنځوس زره پاکستاني روپیو باندې پلورې."

که څه هم معلومه نه ده چې دغه کورنۍ شرکتونه د چا دي خو وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ادعاګانې شوي چې دغه شرکتونه تر ډېره د طالبانو په مشرانو پورې اړه لرې خو د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت یې په اړه وضاحت نه ورکوي.

د کانونو د کیندنې د قانون له مخې باید له ټولو شرکتونو سره د شویو تړونونو څرنګوالی په ډاګه شي چې د کومو اصولو پر بنسټ چاته دغه قرارداد ورکړل شوی.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت برهان وایي، په ورځني ډول پاکستان ته له لس تر پنځلس زره ټنه د ډبرو سکاره صادرېږي خو رویټرز تېره میاشت د پاکستاني چارواکو له قوله دا اندازه په میاشتني ډول ۵۰۰ زره ټنه یاده کړې وه.

د ده په خبره د دوی د جیولوجیکي څېړنو پر بنسټ په ټول افغانستان کې د ډبرو د سکرو اتیا بېلابېلې زېرمې شته چې اوسمهال یې یوازې له ۱۷ زېرمو استخراج روان دی.

دی وايي، د ډبرو سکرو په دې ۱۷ زېرمو کې نږدې ۲۳ عشاریه ۵ میلیونه ټنه سکاره موجود دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو پر بنسټ یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د ډبرو سکرو له درکه ۴۲۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

ددې وزارت ویاند وایي، اوسمهال په ټول هېواد کې د کانونو د استخراج په برخه کې له بېلابېلو کورنیو شرکتونو سره ۱۸۶ هوکړه لیکونه شوي چې یوازې شپېته د طالبانو په مشرۍ حکومت کړي او پاتې نور یې د تېر حکومت شوي قراردادونه وو.

XS
SM
MD
LG