د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

د ډبرو سکرو د کانونو سپړل او پاکستان ته یې بې‌درېغه لېږد


د ډبرو سکاره
د ډبرو سکاره

پاکستان ته، له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د لېږد په اړه د پاکستان د صدراعظم تر تازه څرګندونو وروسته د طالبانو حکومت د ډبرو سکرو د بیو لوړېدو خبر ورکړ.

د طالبانو مالیې وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل د ډبرو سکرو د هر ټن بیه یې له ۹۰ امریکايي ډالرو څخه ۲۰۰ امریکايي ډالرو ته لوړه کړه.

وزارت وايي هغو کسان چې دغه سکاره نورو ځایونو ته صادروي باید ۳۰ فیصده ګمرکي محصول هم ورکړي.

د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف د دوشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې له افغانستانه د ډبرو سکرو د انتقال د لا منظم کېدو خبره وکړه او ویې ویل دغه واردات به کرار- کرار زیات شي، چې له کبله به یې پاکستان په کال کې څه باندې دوه ملیارده ډالره سپما وکړي.

زموږ همکار، د کانونو او پټرولیم وزارت له پخواني ویاند عبدالقدیر مطفي څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه، د ډبرو سکرو د کانونو سپړل او پاکستان ته یې د بېدرېغه لېږد په اړه څه نظر لري؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:27 0:00
XS
SM
MD
LG