د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د طالبانو حکومت: د ډبرو سکرو بيو کې لوړوالی نه‌دی راغلی يوازې تعرفه لوړه شوې


د افغانستان د ډبرو سکاره
د افغانستان د ډبرو سکاره

د طالبانو حکومت وایي په افغانستان کې د ډبرو سکرو په بیو کې لوړالی نه‌دی راغلی بلکې یوازې ګمرکي تعرفه یې لوړه شوې ده.

د افغانستان د ډېرو سکاره، په رسنیو او خواله رسنیو کې د نن، سبا تر ټوله ګرمه او بحث پارونکې موضوع ده.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د افغانستان د ډبرو د سکرو په بیه کې لوړالی نه دی راغلی بلکې یوازې ګمرکي تعرفه یې له ۲۷ نه ۶۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.

تېره ورځ د طالبانو د مالیې وزارت د یو ټن ډبرو سکرو تخمیني بیه له ۹۰ ډالرو، دوه سوه ته پورته کړه چې له مخې یې ګمرکي تعرفه چې دېرش سلنه کېږي له ۲۷ شپیته ډالرو ته لوړه شوه.

د طالبانو حکومت دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د خپلې کابینې په یوه غونډه کې له افغانستانه د ډبرو سکرو د وارداتو په چټکتیا ټینګار وکړو.

نوموړي د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د کابینې په یوه ځانګړې غونډه کې وویل چې د افغانستان د ډبرو د سکرو د وارداتو له درکه دغه هېواد په کلني ډول دوه عشاریه دوه ميلیارده ډالره سپما کوي.

د ډبرو سکرو بيه په نړيواله کچه هم لوړه شوې
د ډبرو سکرو بيه په نړيواله کچه هم لوړه شوې

د ښاغلي شریف په خبره له افغانستانه د ډبرو سکاره په پاکستاني روپیو رانیول کېږي او په دې له یوي خوا ډالر په کور پاتې کېږي او له بلې خوا د پاکستانۍ روپیو ارزښت لوړیږي.

خو د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت په پاکستاني روپیو د ډبرو سکرو د تعرفې اخيستل ردوي او ټینکار کوي چې د ډیورنډ تر کرښې د ډبرو سکرو هر ډول عملي پروسس او د خرڅلاو چارې په افغاني بانکنوټونو ترسره کېږي.

د دې وزارت ویاند عصمت الله برهان ازادي راډیو ته وویل چې اوس مهال هر کورني شرکت ته یو ټن د ډبرو سکاره له درې تر درې نیم او ان څلور زره افغانیو په بدل کې ورکول کېږي چې ښايي له ګمرکي تعرفې او نورو لګښتونو وروسته یې افغان سوداګر پر پاکستاني شرکتونو یو ټن له دوه سوه ډالرو په لوړ قیمت وپلوري.

نوموړي وويل: " کله چې دا د کان له خولې انتقالیږي، تر ډیورنډ کرښې پورې ټول لګښتونه یې چې را حساب کړل شي یو ټن چې موږ یې له درې تر څلور زره افغانیو پلورو بیه یې ان ۲۵۰ ډالرو پورې رسېږي او تازه پرې ګمرکي تعرفه هم لوړه شوې ده، نو زه ویلای شم چې له یو ټن ډبرو سکرو نه موږ له ۳۰۰ نه تر ۳۲۰ ډالره ګټه رارسېږي چې په دې کې د ملت برخه هم شته یانې هغه چې استخراج او انتقالات یې کوي."

دی وايي د طالبانو د حکومت له پیل راهیسې یوازې له شپېته افغاني شرکتونو سره د ډبرو د سکرو د انتقال نوي قراردادونه شوي خو نږدې ۱۲۰ شرکتونو سره د تېر حکومت قراردادونه پر ځای پاتې دي.

انتقاد دادی چې ولې د طالبانو د کانونو وزارت له نویو شرکتونو سره د قراردادونو جزیات نه شریکوي؟

د کانونو وزارت ویاند عصمت برهان وایي له ټولو شرکتونو سره شوي قراردادونه د ازاد رقابت له لارې د رسنیو په وړاندې شوي او هیڅ شرکت سره ځانګړی مراعت نه‌دی شوی.

د ډبرو سکاره
د ډبرو سکاره

خو تر دې دمه د دغه شرکتونو په اړه هیڅ معلومات نه دي خپاره شوي او نه هم کومې رسنۍ د دغه قراردادنو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

د طالبانو د مالیې وزارت وروسته له هغې د ډبرو د سکرو تخمیني بیه ۲۰۰ ډالرو ته پورته کړه چې د رویټرز د راپور پر بنسټ په نړیوال بازار کې د ډبرو د سکرو د یو ټن بیه ان تر پنځه سوه ډالرو پورته شوې ده.

یو شمېر اقتصاد پوهان وایي، لا هم د نړیوال مارکېټ په پرتله د افغانستان د ډبرو د سکرو بیه له نیمايې هم ښکته ده.

دوی غوښتنه کوي چې واکمن نظام باید د نړیوال مارکېټ د بیو سره سم د افغانستان د ډبرو سکرو بیې نورې هم لوړې کړي.

له ډلې یې محبوب الله ګردیزې ازادي راډیو ته وویل: "د ډبرو د سکرو د بیو لوړول یو ښه اقدام دی خو که بیا هم وګورو زموږ بیه له نړیوال بازاره سمه نیمه کمه ده، اړتیا ده چې نه یوازې د پاکستان لپاره بلکې د نورو هېوادونو لپاره هم باید بیې د نړیوال بازار سره سمې وټاکل شي د دې لپاره باید یو کمېسيون وټاکل شي، ځکه زموږ د ډبرو سکاره پر هر لحاظ عالي دي."

دی د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې د افغانستان له کانونو سره سطحي چلند ونه کړي او باید د افغانستان دغه ملي شتمني د افغانستان په ګټه وکاروي او هڅه وکړي چې د ځانګړو کسانو د ګټې پر ځای د افغانستان ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

XS
SM
MD
LG