د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

طالبانو د صادراتي سکرو بیه لوړه کړه


ارشیف: د افغانستان سکاره
ارشیف: د افغانستان سکاره

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د یو ټن صادراتي سکرو بیه ۲۸۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.

د افغانستان د صادراتي سکرو د یو ټن بیه د ټرانسپورټ له مصرف سره ۲۸۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویندوی عصمت الله برهان تېره شبه ازادي رادیو ته وویل، حاضر دمه افغانستان له هېڅ هېواد سره د سکرو د صادراتو کوم قرارداد لاسلیک کړی نه دی.

هغه وايي: "له کله چې مو د محصولاتو تعرفه لوړه کړې، اوس د یو ټن سکرو بیه ۲۸۰ دالرو ته رسېدلې. په نړیوالو بازارونو کې د یو ټن سکرو بیه ۳۵۰ ډالرو ته رسېږي چې زموږ له بیې سره یې توپیر ۷۰ ډالره دی. البته دا ټول لګښت د ټرانسپورټ په خاطر زیات شوی دی."

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د سکرو ۸۰ کانونه موندل شوي خو یوازې له ۱۷ کانونو څخه سکاره استخراجېږي.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې، د افغانستان ډېر سکاره په ټیټه بیه پاکستان ته صادرېږي او دا کار د ګڼو افغانانو له مخالفت سره مخامخ شوی دی.

د راپورونو له مخې، د سږ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د طالبانو حکومت یوازې د سکرو د صادرولو له لارې ۴۰ میلیون ډالره مالیه ټوله کړې ده.

رویټرز خبري اژانس وايي، له افغانستان څخه د ورځې په متوسط ډول له ۱۲ تر ۱۴ زره ټنه سکاره بهر ته، په ځانګړي ډول پاکستان ته صادرېږي.

پاکستان چې د انرژۍ له سخت کمښت سره مخامخ دی، سکرو ته زیاته اړتیا لري.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

پاکستان ته د افغانستان د صادراتي سکرو بیه هغه مهال لوړه شوه چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وویل، هېواد یې له افغانستانه په ډېره ټیټه بیه سکاره اخلي.

تېره میاشت د طالبانو حکومت پر سکرو مالیه له ۲۰ سلنې ۳۰ سلنې ته لوړه کړه.

د روانې جولای په لومړیو کې د طالبانو حکومت وویل چې د یو ټن سکرو بیه یې له ۹۰ ډالرو ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG