د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

ټاکل شوې يو پاکستانی پلاوی نن کابل ته سفر وکړي


آرشیف
آرشیف

د طالبانو چارواکي وايي په پام کې ده د پاکستان یو پلاوی نن د چنګاښ په ۲۷مه نېټه کابل ته سفر وکړي.

پاکستانی پلاوی به په کابل کې د سوداګرۍ پر اړوندو مسایلو او له هغې ډلې پاکستان ته د افغانستان د ‎ډبرو سکرو د صادراتو په اړه له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې نن له پاکستانه یو جګپوړی پلاوی افغانستان ته سفر کوي.

د دې وزارت ویاند مولانا زهیر ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستاني پلاوي او د طالب چارواکو په لیدنو کتنو کې به پاکستان ته د افغانستان د ډبرو د سکرو د صادراتو په ګډون پر بېلابېلو مسایلو بحث وشي.

نوموړي وويل: "د اپتا، د ډبرو د سکرو، همدا راز د بندرونو د خدماتو د ۲۴ ساعته فعالیت او د بارتري تجارت او ترانزیت د موضوعاتو په اړه به د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د معین قدرت الله جمال او د هغه د سیال په کتنه کې بحث وشي."

اپتا APTTA د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت تړون دی چې دواړو هېوادونو په ۱۳۹۹ کال کې لاسلیک کړ او بارتر د جنس پر وړاندې د جنس تبادله ده چې دواړو هېوادونو سږکال توافق پرې کړی و خو پاکستان ته د افغانستان د ډبرو د سکرو صادرات د دې خبرو مهمه برخه بلل کېږي.

د افغانستان د ډبرو سکاره
د افغانستان د ډبرو سکاره

د طالبانو حکومت تېره میاشت د یوه ټُن سکرو بیه له نوي ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړه چې له دې سره د مالیې او د لېږد له لګښتونو سره د یوه ټن سکرو بیه ۲۸۰ ډالرو ته لوړېږي.

اوس مهال په نړیوالو بازارونو کې د ډبرو د سکرو د یوه ټن بیه ۳۵۰ ډالره ده.

پاکستان ته د افغانستان د صادرېدونکو سکرو په بیه کې وروسته له هغه لوړوالی راغی چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وویل، هېواد یې غواړي د افغانستان د د ډبرو سکاره په لوړ تخفیف سره ترلاسه کړي.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکوي چې له افغانستانه په منځني ډول د ورځې د ۱۲ او ۱۴ زره ټنو ترمنځ د ډبرو سکاره بهر ته، په تېره پاکستان ته چې د انرژۍ د سرچینو له سخت کمښت سره مخامخ دی صادرېږي.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې افغانستان دا مهال له هېڅ هېواد سره د ډبرو د سکرو د صادراتو تړون نه لري خو د راپورونو له مخې د طالبانو حکومت د سږني کال په لومړيو شپږو میاشتو کې یوازې د ډبرو د سکرو د صادراتو له درکه ۴۰ میلیون ډالرو ماليه ترلاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG