د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

نن پاکستانی پلاوی او طالبان د ډبرو سکرو او نورو مسایلو په اړه بحث پیلوي


تصویر آرشیف: بیرق حکومت طالبان
تصویر آرشیف: بیرق حکومت طالبان

د پاکستان یو جګپوړی پلاوی له افغانستانه د ډبرو د سکرو او نورو تجارتي مسایلو په اړه د خبرو لپاره پرون کابل ته رسېدلی.

د پاکستان د سوداګرۍ د مرستیال وزیر صالح احمد فاروقي په مشرۍ پلاوی پرون کابل ته ورسېد.

په پام کې وه چې دا پلاوی د یکشنبې په ورځ کابل ته ولاړ شي خو د دوی سفر یوه ورځ وځنډېد او پرون مازیګر د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت مرستیال قدرت الله جمال د دې پلاوي هرکلی وکړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مولانا زهیر آزادۍ راډیو ته وویل، د دواړو لورو خبرې به نن سه شنبې د کابل په سرینا هوټل کې پیل شي او زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پراختیا به له پاکستاني پلاوي سره د طالب چارواکو د خبرو اصلي محور وي.

هغه زیاته کړه: "د دواړو لورو خبرې به د سوداګرۍ، ټرانزیټ، د ډبرو د سکرو پر مسایلو او د اقتصادي اړیکو پر پراختیا متمرکزې وي."

مولانا زهیر زیاته کړه، چې د دواړو خواوو په بحثونو کې به د بارتر یا د جنس پر وړاندې د جنس د سوداګرۍ او همداراز د بندري خدماتو د ۲۴ ساعته فعال ساتلو په اړه هم خبرې وشي.

ارشیف: د خیبرپښتونخوا لویه لار
ارشیف: د خیبرپښتونخوا لویه لار

که څه هم تراوسه روښانه نه ده، چې په پاکستاني پلاوي کې پر ښاغلي فاروقي سربېره نور کوم کسان شامل دي خو مخکې ویل شوي و چې ښايي د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې یا ای ایس آی، د بهرنیو او کورنیو چارو د وزارتونو او همداراز د بندرونو او خصوصي سکتور استازي به په پاکستاني پلاوي کې شامل وي.

دا پلاوی په داسې حال کې افغانستان ته ځي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت پاکستان ته د افغانستان د ډبرو د سکرو د صادراتو تعرفه لوړه کړه او له افغانستانه د یو ټن سکرو بیه له ټرانسپورټي لګښتونو سره ۲۸۰ ډالرو ته اوچته شوه.

د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې د جګپوړو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې پاکستانی پلاوی به په کابل کې، پاکستان ته له افغانستانه په دوامدار ډول د ډبرو د سکرو د صادراتو په اړه خبرې وکړي.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د بریښنا انرژۍ ته تقاضا زیاته شوې ده او د دې هېواد صدراعظم شهباز شریف ویلي دي، چې د افغانستان د ډبرو سکاره د کیفیت له پلوه ډېر ښه دي او ارزانه تمامېږي.

د طالبانو حکومت تراوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او د نړیوالو له بندیزونو او اقتصادي بحران سره مخامخ دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG