د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

ایرو ایشیا ریویو: د طالبانو په واکمنېدو سره د اسلام اباد او کابل همکاري زیاته شوې


پر ډيورنډ کرښه د چمن په سیمه کې د طالبانو او پاکستان بيرغ
پر ډيورنډ کرښه د چمن په سیمه کې د طالبانو او پاکستان بيرغ

ايرو ايشيا ريويو:

ایرو ایشیا ریویو خپرونې د افغانستان او پاکستان پر ګډې سوداګرۍ یوه مقاله خپره کړې ده.

مقاله کې راغلي، له کله چې افغانستان کې بیا طالبان واکمن شوي او پخوانی جمهوری نظام سقوط شوی دی، اسلام اباد له کابل سره دوه اړخیزه همکاري زیاته کړې ده.

مقاله لیکونکي د پاکستاني چارواکو په حواله ویلي، دوی افغان سوداګرو ته اجازه ورکړې چې خپل تولیدات په ازاد ډول پاکستان ته صادر او برعکس له پاکستانه توکي وارد کړي.

پاکستاني چارواکو وړاندې ویلي، دوی غواړي چې له افغانستان سره پر ګډه پوله د تګ راتګ اضافي لارې پرانېزي چې سوداګري پراخه شي.

دا مهال افغانستان او پاکستان د تورخم، سپین بولدک او غلام خان بندر له لارو سوداګرۍ کوي، خو پاکستان هوډ لري چې دغه ډول لارې زیاتې کړي.

مقاله کې راغلي، دا مهال د طالبانو او د پاکستان د حکومتونو یوه کمېټه د سوداګرۍ د اسانتیاوو پر لارو چارو خبرې کوي او خپلې طرحې به د تایید لپاره خپلو مشرانو ته وړاندې کړي.

پاکستان ته د افغانستان له خوا د سکرو صادرات په دې وروستیو کې ډېر شوي چې ټیټې بیې یې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه هم وپارول.

ایرو ایشیا د مقالې په پای کې ویلي، اوسمهال ښه ده چې پاکستان افغانستان ته نه یوازې د یوه ګاونډي ،بلکې د جیو ایکانومیک یا اقتصادي شریک په توګه وګوري.

مقاله کې دا هیلې داسې مهال ښودل کېږي، چې افغان سوداګرو پخوا ویلي، پاکستاني اړخ ورسره د سوداګرۍ برخه کې کړې ژمنې نه دي عملي کړي او وخت نا وخت سوداګر د ویزو په ورکړه او د توکو د په وخت انتقال په برخه کې له ستونزو سره مخامخ کېږي.

ايونينګ سټنډرډ:

له بریتانیا خپرېدونکې ایونینګ سټنډرډ ورځپاڼې د کاغذ باد یا ګوډي پران د هغې جشنوارې په اړه لیکنه کړې چې ټاکل شوې له افغانانو سره د پیوستون په هدف د لندن په ګډون د اروپا په ۱۵ سیمو کې ترسره شي.

ورځپاڼې لیکلي چې دغه جشنواره " له ما سره الوت وکړه" تر سر لیک لاندې د راتلونکې اګست میاشتې په ۲۰مه جوړېږي چې مشاعره او افغان موسیقي یې هم یوه برخه ده.

ایونینګ سټنډرډ لیکلي، له دې لارې راټولیدونکې پیسې به د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې بې وزله ښځو ته ورکول شي.

د دغې جشنوارې تنظیموونکي وایي، کاغذ باد د الوت او ازادۍ سمبول دی او دغه دود د طالبانو د حاکمیت په لومړۍ دوره کې منع شوی و.


XS
SM
MD
LG