د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۲۶

سبا ازبکستان کې د افغانستان په اړه نړیواله غونډه جوړېږي

د تاشکند ښار یوه څنډه
د تاشکند ښار یوه څنډه

سبا دوشنبه ازبکستان د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه دی.

د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان په اړه د ازبکستان په ناسته کې يې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی دغه هېواد ته روان شوی دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډيو ته وویل، چې دغه پلاوی به په کنفرانس کې د بېلابېلو مسایلو او د افغانستان د اړتیاوو په اړه له ګډون والو سره خپلې خبرې شریکي کړي.

کریمي وايي: "په دې پلاوي کې د مختلفو ادارو او سکتورونو استازي برخه لري. طالب پلاوی به هلته د افغانانو اړتیاوې، د اسلامي امارت داعیه او د خلکو غوښتنې به هلته مطرح کړي او دغه شان به د کنفرانس په څنډو کې له بېلابېلو اړخونو سره ځانګړې لیدنې هم وکړي."

په دې کنفرانس کې د کوربه ازبکستان او افغانستان په ګډون د شلو هېوادونو استازي برخه لري.

هندي رسنیو ویلي دی، چې د افغانستان په اړه "د امنیت او اقتصادي پیاوړتیا" په دې نړیوال کنفرانس کې د هند یو پلاوی هم ګډون کوي.

له دې وړاندې پاکستان هم تاييد کړې وه، چې د افغانستان په اړه د ازبکستان په کنفرانس کې برخه اخلي.

کنفرانس د ازبکستان په مرکز تاشکند کې سبا پیلېږي او بل سبا هم دوام کوي.

تېره اونۍ د ازبکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ولادمیرناراف په مسکو کې خبریالانو ته ویلي وو، چې د دغه کنفرانس په اړه تیاری بشپړ شوی او په کې به د افغانستان ترڅنګ په نورو سیمه ییزو موضوعاتو هم بحثونه وشي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ولادمیرناراف
د ازبکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ولادمیرناراف

نوموړي ویلي و، چې په دې کنفرانس کې د طالب پلاوي ګډون د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه دی.

که څه هم د دغه کنفرانس د اجنډا په اړه تر دې دمه ښکاره څه نه دي ویل شوي، خو ښايي امنیتي مسایل يې د بحث مهم موضوعات وي.

د امنیتي او سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان باور لري، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه په ځانګړي ډول ازبکستان په افغانستان کې د داعش وسله والو له سر راپورته کولو اندېښنه لري.

له ډلې يې زلمي احمدزي ازادي راډيو ته وویل، په وروستیو وختونو کې له افغان خاورې د ازبکستان په سرحدي ښارګوټي د توغندېو لګېدل او د "ازبکستان اسلامي تحریک" فعالیت هغه څه دي، چې دا هېواد يې اندېښمن کړی دی.

په ازبکستان کې د افغانستان په اړه دا ناسته په داسې حال کې جوړېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نږدې کال په پوره کېدو دی، او لا هم د طالبانو حکومت د نړۍ د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندلی.

له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي، د مېرمنو په کار کولو بندیز دی او دغه شان په دې هېواد کې اقتصادي وضعیت او بې کاري ورځ تر بلي زیاتېږي.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG