د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

د تاجکستان ولسمشر: د افغانستان ناوړه وضعيت سيمې ته ګواښ دی


د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وایي، په افغانستان کې وضعیت د بدتره کېدو په حال کې دی.

ښاغلي رحمان دا څرګندونې پرون پنجشنبه په قرغیزستان کې یوې غونډې ته وکړې او وې ویل، طالبانو تر اوسه د نړیوالې ټولنې او افغانانو باور نه دی ترلاسه کړی.

د تاجکستان ولسمشر یو ځل بیا وویل چې د افغانستان وضعیت ممکن پر منځنۍ اسیا منفي اغېز وکړي.

امام علي رحمان د پنجشنبې په ورځ په قرغیزستان کې د منځنۍ اسیا د مشرانو څلورمې مشورتي غونډې ته وویل، افغانستان کې وضعیت د لا ترینګلتیا خواته روان دی.

دا چې ښاغلي رحمان د افغانستان په اړه نور څه ویلي، د ازادي راډيو د تاجکستان څانګې خبریال کیومرث عطا یې په اړه وایي: "د قرغیزستان په غونډه کې ښاغلي امام علي رحمان د طالبانو پر حکومت نیوکه وکړه چې د نژدې کال په تېرېدو نه دی توانیدلی د نړیوالې ټولنې او د افغانانو باور لاسته راوړي. رحمان وویل، طالبانو د خپلو ژمنو خلاف داسې حکومت نه دی جوړ کړی چې ټول فکرونه او قومونه په کې ځان وګوري، هغه وړاندوېنه کړې چې د افغانستان وضعیت لا ترینګلی کېږي او دا نه یوازې پر منځنۍ اسیا بلکې د ایروایشیا پر هېوادونو هم ناوړه اغیز کوي".

د دغه راپور تر لیکلو پورې طالب ویاندویانو د امام علي رحمان د خبرو په اړه څه ونه ویل، خو مخکې یې ویلي چې حکومت یې پراخ بنسټه او د ولس له ملاتړه برخمن دی.

د تاجکستان ولسمشر د تېر کال په سپتمبر کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته ویلي و چې هېواد یې له افغانستان سره ګډه پوله لري او هلته د وضعیت په اړه بې تفاوته نه شي پاتې کېدای.

رحمان هغه مهال اندېښنه ښودلې وه چې د طالبانو په واکمنېدو د القاعده شبکې او داعش زرګونه زندانیان ازاد شوي چې په خبره یې سیمې او نړۍ ته یو ګواښ دی.

د تېرې سه شنبې په ورځ ملګرو ملتونو هم په یوه راپور کې وویل چې القاعده شبکه لا هم له طالبانو سره نژدې اړیکې لري.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

په دغه راپور کې یادونه شوې وه چې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې هم القاعده شبکه فعاله ده، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو سره خبرو کې دا راپور رد کړ.

نوموړي وويل: "د دې ډول ادعاوو لپاره هیڅ دلیل او سند نه‌شته. اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه، د بل کوم هېواد پر ضد ګټه پورته شي او دې ژمنې ته متعهد دی."

د راپورنو له مخې د منځنۍ اسیا هېوادونه افغانستان کې د داعش له حضوره ویره لري.

د طالبانو حکومت د همدې اوونۍ په پيل کې اعلان وکړ چې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې یې د داعش درې غړي ووژل او پنځه نور یې ونیول.

طالبانو وویل، دغو کسانو د افغانستان له خاورې پر تاجکستان او ازبکستان توغندي ویشتلي وو.

ملګرو ملتونو هم تېره جون میاشت کې وویل چې داعش وسله وال افغانستان کې د طالبانو په وړاندې یو عمده ګواښ دی.

XS
SM
MD
LG