د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

د سرپل په بلخاب کې د طالبانو عملياتو د بشري حقونو د سازمان اندېښنې راپارولي


طالب سرتېري
طالب سرتېري

له څه مودې راهیسې د طالبانو ځواکونه د ملا مهدي مجاهد په نوم له یوه سیمه ییز قوماندان سره چې له طالبانو ناراضه دی، په خپل منځي جګړو بوخت دي، چې د بشري حقونو د سازمان او ځايي خلکو اندېښنې يې راپارولي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مرستیالې پتریشیا ګاسمن په خپل ټويټر لیکلي: "له بلخاب څخه اندېښمنونکي راپورونه رارسېدلي چې طالبانو د راپورونو په اساس په ولسوالۍ کې د وسله وال مقاومت په غچ کې څو تنه بندیان اعدام کړي دي."

د هغې په وينا، طالبان بايد د دا ډول ټولو ډله ييزو مجازاتو او نورو جنګي جنايتونو مخه ونيسي او له خپلو ځواکونو سره حساب کتاب وکړي.

اخوا په غور ولایت کې د طالبانو چارواکو په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د مولوي مهدي مجاهد د یوه ملاتړي قومندان محمد مرادي د وژلو خبر ورکړی دی.

په غور کې د طالبانو د لوا ویاند زبیر مبارز پرون ازادي راډیو ته وویل: "د غور په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د ځواکونو او بغاوتګرو ترمنځ په نښته کې اتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې. په دې ډله کې قومندان محمد مرادي او څلور کسان یې وژل شوي دي."

د طالبانو ناراضه قوماندان مولوي مهدي مبارز
د طالبانو ناراضه قوماندان مولوي مهدي مبارز

مبارز زياته کړه چې په دې نښته کې يو طالب وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

د سرپل په بلخاب کې له څو ورځو راهیسې د طالبانو د یوه هزاره توکمي ناراضه قوماندان او د حکومتي عسکرو تر منځ جګړه روانه ده.

مهدي مجاهد چې پخوا په بامیانو کې د طالبانو د استخباراتو مسوول پاتې شوی اوس یې د طالبانو په ضد وسله اخیستې او د سرپل په بلخاب کې چې د ده اصلي هستوګنځای بلل کېږي جنګ کوي.

په همدې حال کې طالبانو د شنبې په ورځ په بلخاب کې د پراخو عملیاتو اعلان وکړ.

خو ځايي خلک د بلخاب وضعيت د اندېښنې وړ بولي.

یوه کس چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل نوم یې واخیستل شي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل: "حالات ډېر خراب دي، د قومندان مهدي مجاهد درک معلوم نه دی او د بلخاب اکثرو خلکو خپل کورونه او منطقې پرېښې او د غرونو په لمنو کې ژوند کوي."

په همدې حال کې د افغانستان د شیعه علماو د سرتاسري شورا یوه کمېسیون د بلخاب په قضیه کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسوي او د دې ولسوالۍ د خلکو ژوند او مال ته پام وکړي.

XS
SM
MD
LG