د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

سرچینه: سرپل کې لا هم د طالبانو او قوماندان مهدي وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده


هزاره قوماندان مهدي مجاهد د خپلو پلویانو منځ کې
هزاره قوماندان مهدي مجاهد د خپلو پلویانو منځ کې

د سرپل په بلخاب کې نن هم د طالبانو او د دې ډلې د جلا شوي قوماندان مهدي مجاهد ترمنځ د جګړو راپورونه ورکړل شوي.

له طالبانو د جلا شوي هزاره قوماندان مهدي مجاهد پلویان وايي، له تېرې شپې راهیسې د دوی پر سنګرونو د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي خو طالبان بیا وايي، عملیات یې په بریا پای ته رسولي.

مهدي مجاهد ته یو نږدې کس د خپل نوم د نه ښودلو په شرط یې ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل، طالبانو په دې جګړه له هوايي ځواکه هم کار اخیستی او د مهدي مجاهد استوګن‌ځای یې بمبار کړی دی.

هغه وویل: "د ولسوالۍ تر مرکزه نږدې راغلي وو، خو د ولسي پاڅون کوونکو له سخت غبرګون سره مخ شول او بریدونه یې دفعه شول. نن نږدې لس بجې او دېرش دقیقې یې جنګي الوتکو د جناب مولوي صاحب استوګن ځایونه بمبار کړل، خو زیان نه‌لري."

طالبان که څه هم د هوايي بریدونو په اړه څه نه وايي، خو د دفاع وزارت یې نن مازدیګر‌ یوه اعلامیه کې ولیکل: "څو ورځې وړاندې، د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو د سرپل ولايت اړوند بلخاب ولسوالۍ کې د بغاوتګرو پر وړاندې ګډ چاڼيز عمليات تر سره کړل؛ دغو ځواکونو نن سهار د هغو سيمو په نيولو سره چې باغيان په‌کې موجود وو، عملیات پای ته ورسول."

طالبانو تر پرونه په بلخاب کې د روانې جګړې په اړه چوپتیا غوره کړې وه.

له دې وړاندې طالبانو په پنجشېر د ملي مقاومت جبهې سره هم د جګړې راپورونه ردول، تر دې چې وروسته یې خپله ومنله چې هلته یې یو شمېر وسله‌وال وژل شوي دي.

تر خوا یې د ملي مقاومت جبهې په یوه تازه اعلامیه کې ادعا کړې، چې د سرپل د بلخاب په جګړه کې یې د سمنګانو د دره صوف بالا لپاره د طالبانو ټاکل شوی امنیه قوماندان له ۱۰ ملګرو سره د ځايي پاڅون کوونکو له‌خوا وژل شوی دی.

خو طالبانو خپله اعلاميه کې لیکلي، په دې عملیاتو کې د "اسلامي امارت" ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی او د دوى په خبره "باغیان" له مقاومت پرته له سیمې تښتېدلي.

خو د ملي مقاومت جبهه وايي، دا کسان د مهدي مجاهد د پلویانو له‌خوا نیول شوي کمین کې وژل شوي دي.

د مقاومت جبهې اعلامیه کې په بلخاب کې د روانې جګړې په اړه لیکل شوي، جګړه روانه ده او له تېرې شپې راهیسې ۱۴ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.

د طالبانو دفاع وزارت هم لیکلي، دغه عمليات لا هم د يادې ولسوالۍ د لرې پرتو سيمو د پاکولو په موخه له کوم خنډ پرته پرمخ روان دي‌.

په بلخاب کې د طالبانو او د هغوی له ډلې د جلا شوي هزاره قوماندان مهدي مجاهد ترمنځ د جګړې له پیل درېیمه ورځ ده.

دا جګړه وروسته تر دې پیل شوه چې سیمې ته د یوې هوکړې لپاره د طالبانو د لېږل شوې پلاوي خبرو پایله ورنه کړه.

مهدي مجاهد د طالبانو په حکومت د هزاره قوم لپاره د زیاتې ونډې غوښتنه کوله او له طالبانو سره یې د ټکر دلیل همدا ټکی بلل کېږي.

خو لا طالبانو په رسمي توګه دا خبره نه‌ده تایید کړې.

دا د مقاومت جبهې او د افغانستان د ازادۍ تحریک وروسته، د طالبانو پر ضد د وسله‌‌وال مزاحمت درېیمه پېښه چې عملاً یې د جګړې ډګر ته دانګلي دي.

XS
SM
MD
LG