د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

سرچينې: په سرپل کې د طالبانو او قوماندان مهدي مجاهد ترمنځ نښته کې ۲۲ کسان وژل شوي


ارشيف
ارشيف

د طالبانو یو هزاره تباره قوماندان مهدي مجاهد خپلوان ادعا کوي چې د دغه قوماندان د کسانو طالبانو تر منځ جګړه کې د سرپل ولایت بلخ اب ولسوالۍ ۲۲ کسان وژل شوي- خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دوی چې د امنیتي حساسیتونو له امله نه‌غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي وایي په دې نښتو کې د مهدي مجاهد هم درې کسان وژل شوي دي.

مهدي مجاهد د طالبانو یو هزاره تباره قوماندان دی، د ده د خپلوانو په خبره، نوموړی دیارلس کاله مخکې له طالبانو سره یو ځای شوی وو.

خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نوموړی د طالبانو په حکومت د هزاره ګانو د زیاتې ونډې غوښتونکی شوی دی.

د هغه غوښتنه چې نه ده منل شوې د ښاغلي مجاهد د کسانو او طالبانو تر منځ د شدیدو نښتو لامل ګرځېدلې ده.

د مهدي مجاهد یو نږدې خپلوان چې د موضوع د حسایت له امله یې ونه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل، طالبان له تېرو یوې اونۍ راهیسې له یو لوري له مهدي مجاهد سره د مذاکرې لپاره پلاوی وراستوي او بل لور ته د بلخ اب ولسوالۍ د اب کلان، کوتل بادخانه او ترپچ سیمو کې یې خپل ځواکونه راټول او د قم کوتل له لارې له پرون ورځ ۱۱ بجو راهیسې د مهدي مجاهد د کسانو پر وړاندې حملې پیل کړي دي.

نوموړي وويل: "جناب مولوي مهدي مجاهد صاحب یو څه غوښتنې درلودې، چې د طالبانو په حکومت کې په متناسبه توګه هزاره وګړو ته هم ونډه ورکړل شي، مثلا یو وزارت، ریاست یا ولایت که ورکړي، یعنې داسې چې تر یو بریده هزاره ګان هم ځانونه د طالبانو د حکومت په چوکاټ کې وګوري، خو طالبانو دا غوښتنه منفي وګڼله او یوازې یې ده ته د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت د معینیت څوکۍ ورکوله خو دا بست د مولوي صاحب د خوښې وړ نه وو او دا د نظر اختلاف د یو سترې لانجې لامل شو چې نن په ټولو نړیوالو رسنیو کې خپرېږي."

سرچينو ويلي، طالبان په سيمه کې مذاکرات او جنګ دواړه کوي.
سرچينو ويلي، طالبان په سيمه کې مذاکرات او جنګ دواړه کوي.

دا سرچینه ادعا کوي په هغو نښتو کې چې د پنجشنبې په ورځ رامنځته شوي او تر اوسه دوام لري، نږدې ۲۲ طالبان وژل شوي او ۳۵ نور یې ټپیان شوي دي - هغه ادعا چې د طالبانو له لوري تر اوسه تایید یا رد شوې نه ده.

د دې سرچینې په خبره د دغو نښتو په لړ کې د مهدي مجاهد لور ته هم درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د سرپل ولایت په بلخ اب ولسوالۍ کې دغو نښتو د سیمې اوسېدونکي وېرولي او ځینې یې اړ شوي چې خپل کورنه پرېږدي.

یوه مېرمن چې د دې سیمې اوسېدونکې ده او نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل: "ټول ډېر وېرجن شوي له مشرانو نیولې تر کشرانو ماشومانو، ځوانان، ښځې او نارینه ان واړه ماشومان چې وګورئ ټول همدا وایي چې طالبان راځي او زموږ کورونه رانه اخلي."

له دې سره د طالبانو د ځواکونو او د دوی هزاره تباره ناراضي قوماندان مهدي مجاهد تر منځ نښتو ګڼ غبرګونونه راپارولي خو په سیمه کې د خپلواکې سرچینې د نه‌شتون له امله د دغو نښتو د څرنګوالی سخت دی.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د چارواکو نظر ولرو خو د دوی د کورنیو چارو وزارت په سرپل ولایت کې یې امنیه قوماندانۍ ویاندویانو ېې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

XS
SM
MD
LG