د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

د افغانستان په سوېل لوېديځ ولایتونو کې د تارياکو د کاروبار ازاد بازارونه فعاله دي


د افغانستان په جنوب کې د تارياکو د پېر او پلور يو بازار
د افغانستان په جنوب کې د تارياکو د پېر او پلور يو بازار

د کوکنارو د منع کولو په اړه د طالبانو د مشر د فرمان درې میاشتې تېرې شوي، خو بيا هم د افغانستان په جنوب غربي ولایتونو کې د نشه‌يي موادو جوړول او کاروبار ازادانه دوام لري.

د جنوب غرب ولایتونو اوسېدونکو ازادۍ راډيو ته وويل، په دې ولایتونو کې د تارياکو رانیولو او خرڅولو بازارونه اوس هم فعال دي، له همدې امله د کوکنارو د کښت منع کولو سره سره بيا هم د تارياکو په بيو کې دومره توپير نه ليدل کېږي.

په وروستيو اوونيو کې د کندهار ولایت په ميوند ولسوالۍ کې د يوه کندهاري من تارياکو بيه نژدې یو لک و شل زره کالداري وه، خو د ۱۴۰۰ شمسي کال په ژمي کې يو من تارياک په یو لک و اتيا زره کالداري پلورل کېدل.

د کندهار، هلمند او فراه ولایتونو اوسېدونکي وايي چې اوس هم د فراه ولایت په ودود بازار، د کندهار ولایت په حوض مدد او د هلمند ولایت د بهرامچې سيمې په شاوخوا بازارونو کې تارياک ازاد پلورل کېږي.

د کندهار د ميوند ولسوالۍ عزت الله او ژيړۍ ولسوالۍ محمد طاهر وايي، که څه هم د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت او کاروبار منع کړی دی، خو اوس هم د نشه‌يي موادو رانيول او خرڅول او له يوه ځای څخه بل ځای ته وړل اسانه او عادي کار دی.

عزت الله وايي: "د کوکنارو کښت چې لومړی بند شو، هغه وخت يې بيې ډېرې لوړې وې، خو اوس يې بيې ډېرې کښته شوي دي، که څه هم د کوکنارو کښت بند شوی، خو د تارياکو کاروبار ازاد دی او خلک يې له يوه ځایه بل ځای ته وړي، يانې يو مخ نه دي بند شوي، که يو مخ بند شي، د تارياکو بيې به ډېرې لوړې شي. "

کندهار کې د کوکنارو د کښت يو انځور
کندهار کې د کوکنارو د کښت يو انځور

دغه راز محمد طاهر وايي: "تارياک له دې امله ارزانه شوي چې که څه هم کښت يې منع شوی، خو رانيول او خرڅول يې دوام لري. که يې رانيول او خرڅول يو مخ بند شي، بيې به يې لوړې شي. اوس د ژيړۍ ولسوالۍ د حوض مدد او پنجوايي ولسوالۍ د تارياکو بازارونه شته."

د افغانستان د بيا رغونې لپاره د مرستو د څار امريکايي بنسټ يا سيګار تازه د خپلو سرچينو له مخې راپور ورکړی چې، په روان فصل کې هم د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې کوکنار کرل شوي دي.

سيګار ويلي چې د افغانستان له جنوب لويديځو ولايتونو څخه ترلاسه شوي تارياک په ښکاره پلورل کېږي، خو د طالبانو حکومت ټينګار کوي چې د نشه‌يي موادو کاروبار منع دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور وايي چې، د خپلو فعاليتونو په لړ کې يې په دې وروستيو کې په کندهار او هرات ولايتونو کې د کوکنارو کښتونه ويجاړ کړي او د دې کښتونو بزګران يې هم نيولي دي.

نوموړي وويل: "هيڅوک اجازه نه‌لري چې کوکنار وکري او يا د نشه يي موادو کاروبار وکړي، د اميرالمومنین د فرمان له مخې نور د دې توکو کرکيله، کاروبار او قاچاق په مطلق ډول منع اعلان شوی دی."

خو ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې ويلي چې، دوی تر اوسه داسې د قناعت وړ شواهد نه دي ترلاسه کړي چې وښېي، د نشه‌يي موادو د کاروبار په مخنيوي کې به د طالبانو د مشر فرمان موثر وي او که به نه وي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې کارپوه ډاکټر محمد ظفر وايي، په افغانستان کې د نشه‌يي موادو د وضعيت د څارنې لپاره د يوې خپلواکې ادارې نشتوالی د دې ټولو بې باوریو سرچينه ده.

نوموړی وايي: "په اوسنيو شرايطو کې څوک نه‌شته چې دا وضعيت وڅاري چې په رښتيا د نشه‌يي موادو کاروبار څنګه دی، خو د نشه‌يي موادو جوړول دوام لري، کله چې نشه‌يي مواد جوړېږي طبيعي خبره ده چې قاچاق به يې هم کېږي. دوی وايي چې منع کړي يې دي، خو زه په سلو کې سل حکم نه‌شم کولای چې منع شوي که نه."

تر ايران او جاپان وروسته د امريکا متحده ايالتونه دريم هېواد دی چې د طالبانو حکومت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې له دې هېوادونو څخه په مستقيم ډول د همکارۍ غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه په دې هېوادونو کې يوه يې هم د طالبانو له حکومت سره عملي همکاري نه ده کړې.
-----------------------

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00
مستقیم لېنک
  • 16x9 Image

    محمد ایاز ترنک

    محمد ایاز ترنک (Mohammad Ayaz Tarnak) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG