د دې اوونۍ د زهرو کاروان په خپرونه کې به واورئ چې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې د مرستو برابرلو په اړه له امريکايي هيئت سره خبرې شوي دي.
په يوه بل راپور کې به واورئ چې، بزګران وايي: د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي د پيسو په بدل کې د کوکنارو د کښت اجازه راکوي.
د انسان پر حافظه د نشو د ناوړه اغېزو په اړه له ډاکټر محمدګل صميم سره مرکه لرو. د يوه معتاد خاطره او په پای کې ډرامه هم اورېدلی شئ.
د زهرو کاروان اوونيزه خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو واورئ: