د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

طالبانو په فراه کې د کوکنارو او بنګو کښتونه له منځه وړي


د افغانستان په عمومي نقشه کې د فراه ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د فراه ولایت موقعیت

د طالبانو ځايي حکومت په فراه ولايت کې د کوکنارو او بنګو د کښتونو ويجاړولو په اړه خبر ورکوي.

د طالبانو له لوري له منځه وړل شوی کښتونه د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ پورې اړه لري.

د دې ځمکو بزګران وايي، په دې ځمکو کې يې د طالبانو د حکومت له خوا د نشه يي بوټو د کښت منع کولو تر منع کولو مخکې تخم شيندلی و.

یو بزګر وویل: "موږ د اميرالمومین تر فرمان مخکې دا تخم شيندلی و، کله چې امر وشو نیت مو درلود چې مات يې کړو او جوار په کې وکرو. د بل ځمکه ده، موږ خو وکرله، مات يې کړل، بيا به يې په يو ډول راکړي."

دغه راز یو بل بزګر وویل: "دا کار موږ ته ګټه رارسوي، موږ خوشحاله يو چې دا مردار کښتونه خدای ورک کړي. څوک چې د دې کښت اړولو ته اجازه نه ورکوي هغوی دې خدای خراب کړي، خدای دي يې له دې هېواد څخه ورک کړي."

د فراه ولايت محلي چارواکي وايي، د دې عملياتو په لړ کې يې د دې ولایت په خاک سفيد ولسوالۍ کې د بنګو ۳۰ جریبه کښتونه ويجاړ کړي او په نورو ولسواليو کې به هم دې ته ورته عمليات دوام ولري.

د فراه ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند عارف عديل وايي، دوی دا عملیات د خپل مشر د فرمان عملي کولو لپاره پيل کړي دي.

د طالبانو مشر ملاهيبت الله اخوند څه موده مخکې د کوکنارو او نورو نشه يي بوټو کښت منع کړ.

د طالبانو د مشر دا فرمان د روان شمسي کال د حمل د مياشتې پر ۱۴مه د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد له خوا له رسنيو سره شريک شو.

په دې فرمان کې د نشه يي بوټو د کښت منع کولو تر څنګ، د نشه يي موادو جوړول، رانيول، صادرات او واردات هم منع شوي دي.

د دې فرمان تر صادرولو يوه مياشت وروسته د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکايي مرستو د څار امريکايي بنسټ يا سيګار په خپل راپور کې يادونه وکړه، چې د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د طالبانو د حکومت ستراتيژي روښانه نه ده او دا مسئله د دې لامل شوې چې د افغانستان په جنوب کې د تاریاکو بازار وده ومومي.

د سيګار درې میاشتنی راپور هغه مهال د امريکا کنګرس ته استول شوی و، په دې راپور کې دا هم راغلي و، چې د افغانستان بزګران وچکالۍ او ساړه ژمي سخت ځپلي دي، په داسې وضعیت کې د کوکنارو د کښت منع کول ډېر عملي نه برېښي.

په داسې حال کې عارف عدیل وايي، هغه څوک چې دا فرمان ونه مني قانوني چلند به ورسره وشي.

ده ازادۍ راډيو ته وويل: "د فراه ولايت بېلابېلې ولسوالۍ لکه پشت رود، خاک سفيد، بالابلوک او فراه رود چې بنګ په کې کرل شوي و، له نېکه مرغه چې دا کښتونه د امنيتي او کشفي ځواکونو له خوا ويجاړ شول."

عارف عادل وايي، دا عمليات به تر هغه مهال داوم ولري چې په فراه ولايت کې د بنګو کښتونه په بشپړه ډول ويجاړ شي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد څه موده مخکې ازادۍ راډيو ته ويلي و، دوی هڅه کوي چې د بزګرانو لپاره د بديل کښت په برخه کې د هغو هېوادونو همکاري راجلب کړي چې د نشه يي بوټو د کښت او نشه يي موادو د توليد له امله ډېر زيان وراوښتی وي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور له ازادۍ راډيو سره د خبرو پر مهال د نشه يي بوټو د کښت، نشه يي موادو توليد، رانيولو، خرڅولو او قاچاقو په اړه د طالبانو د مشر پر فرمان ټينګار وکړ.

هغه وویل: "د نشه يي موادو کرکېله، قاچاق، کاروبار، هر څه يې په مطلق ډول بند دي. موږ الحمدلله په دې برخه کې ښې لاس ته راوړنې هم لرو او په دې برخه کې عملاً کار روان دی."

خو عبدالنافع ټکور د کورنیو چارو وزارت د لاس ته راوړنو په اړه ازادۍ راډيو ته جزیيات ورنه کړل.

د طالبانو حکومت داسې مهال د کوکنارو او بنګو د کښتونو په ويجاړولو لاس پورې کوي، چې د دوی تر دوهم ځل واکمنۍ مخکې نړیوالې ټولنې څو ځله هغوی په دې تورن کړي چې نشه يي مواد يې مالي سرچينه ده.

XS
SM
MD
LG