د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

د ننګرهار د کرنې رياست: سږ کال هم د کوکنارو کښت نه‌دی لږ شوی


ارشیف، افغانستان کې د کوکنارو کروندې
ارشیف، افغانستان کې د کوکنارو کروندې

راپورونه ښيي چې په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو کښت د پخوا په اندازه دی، دومره نه‌دی لږ شوی.

نږدې يوه میاشت کېږي چې په ننګرهار ولايت کې د کوکنارو اړولو کمپاين پيل شوی، خو په ښکاره د دې کمپاين په مخ کې ستر خنډونه ناامني، جګړه او په هغو سيمو کې د کوکنارو اړول ياد شوي چې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي.

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې سږ کال د دې ولايت په ۸ ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي، خو له دې اتو ولسواليو څخه په پنځو کې يې د کوکنارو بوټي اړول شوي دي.

د ننګرهار د زراعت رئيس انعام صافي ازادي راډيو ته وويل، د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې سږ کال په دې ولایت کې د کوکنارو کښت چندان نه‌دی لږ شوی.

ښاغلی صافی زیاتوي: "راپورونه داسې دي چې ښايي سږ کال موږ د کوکنارو په کښت کې دومره کموالی ونه‌لرو، بلکې له تېر کال سره به نږدې شمېرې ولرو. څرنګه چې له کوکنارو سره د مبارزې اجرائيوي برخه د کورنيو چارو وزارت مسؤلیت دی، موږ له هغوی سره په تفاهم کې یو چې دا کمپاينونه ژر تر ژره ترسره شي او دا بوټی محوه شي، خو دا موضوع بېلابېل اړخونه لري، کله کله د کوکنارو په کښت کې ستونزه په بزګر کې نه‌وي، بلکې د هغه شا ته مافيايي ډلې او نورې کړۍ دي چې ريښې يې تر نړيوالې کچې پورې رسېدلې دي."

آرشیف، عملیات تخریب مزرعه‌های کوکنار
آرشیف، عملیات تخریب مزرعه‌های کوکنار

تر اوسه پورې د کوکنارو اړولو پسرلني عملیات يوازې په ارزګان، جوزجان، ننګرهار، خوست، بدخشان، پروان او کاپيسا ولايتونو کې اجرا شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دې کمپاين له پيل څخه بیا تر اوسه پورې ۱۰۰ هکټاره ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې شوې دي.

د ننګرهار د ولايتي شورا معاون اجمل عمر وايي چې د ننګرهار ولايت په ځينو ولسوالیو کې د کوکنارو پر کښت سربېره دا ولایت اوس بهر ته د نشه‌يي موادو د قاچاق په لاره هم بدل شوی دی.

ښاغلی عمر وايي: "د ده بالا، نازیانو، اچین او پچيراګرام لاره له پېښور سره اسانه وصل کېږي، چرس او ترياک د لوګر ولایت له ازرې ولسوالۍ څخه د ننګرهار حصارک ولسوالۍ ته راځي او بيا په شېرزاد او خوګياڼو ولسوالیو کې پروسس کېږي. پخوا به دا مواد د څارويو په وسيله وړل کېدل، خو اوس مستقیماً شېرزاد ولسوالۍ ته وړل کېږي او له هغه ځایه پاکستان ته قاچاق کېږي."

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز راپورونه ښيي چې ننګرهار تر کابل راوروسته هغه ولايت دی چې د نشه‌يي موادو د قاچاق ډېرې پېښې لري. دا پرله‌پسې درېيم کال دی چې ننګرهار تر کابل وروسته داسې ولایت بلل کېږي چې د نشه‌يي موادو ډېرې پېښې اړه ورپورې لري.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG