د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

د فراه چارواکي: په ۵۰۰ هټکاره ځمکه کې کوکنار او بنګ کرل شوي


د کوکنارو په کښت کې کار کول ډېرې ستونزې لري
د کوکنارو په کښت کې کار کول ډېرې ستونزې لري

فراه د افغانستان له هغو ۲۲ ولايتونو څخه ګڼل کېږي چې پخوا ډېر کوکنار په کې کرل کېدل، خو سږکال هم د دې ولایت په ځينو سيمو کې کوکنار کرل شوي دي.

د فراه ځايي چارواکي وايي، د فراه ډېری هغه سيمې چې د دولت د وسله والو مخالفینو تر نفوذ لاندې دي کوکنار په کې کرل شوي او د دې سيمو د کوکنارو د لومړي فصل نېښ هم پيل شوی دی.

د فراه د والي مرستيالې سهلا مومن ازادي راډيو ته وويل، د فراه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د کوکنارو پر کښت سربېره بنګ هم کرل شوي دي.

اغلې مومن زیاته کړه: "د فراه ولايت په پنځو ولسوالیو کې د دولت واک لږ دی، هلته په پنځه سوه هکټاره ځمکو کې کوکنار او بنګ کرل شوي دي. دا ولسوالۍ له شېبه کوه، قلعه کاه، بالابلوک، بکوا او پرچمن څخه عبارت دي. په دې ولسوالیو کې همدا اوس د کوکنارو نېښل وهل دوام لري. "

که څه هم د دې ولسوالیو لارې د ناامنۍ له امله تړل شوي او موټر تګ راتګ نه شي ورباندې کولای، خو بیا هم نېښګران او نور کارګران له بېلابېلو لارو څخه ځانونه دې ولسوالیو ته رسوي چې د کوکنارو په کښتونو کې کار وکړي.

غلام جیلاني وايي په فراه ولايت کې کاراوبار نشته ځکه ډېر خلک نېښ وهلو ته ځي
غلام جیلاني وايي په فراه ولايت کې کاراوبار نشته ځکه ډېر خلک نېښ وهلو ته ځي

محمد ظاهر او غلام جيلاني وايي چې د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله يې نیت کړی چې خاک سفید ولسوالۍ ته د نېښ وهلو لپاره ولاړ شي: "کاراوبار نشته، د بې وزلۍ له وجې نېښ وهلو ته ځم چې له دې لارې څه پيسې وګټم او په هغو پيسو چای او بوره وپیرم.

-په فراه ولايت کې کاراوبار نشته، کله چې خلک ایران ته ځي بېرته په زور راشړل کېږي او يا پر پوله وژل کېږي يا ټپيانېږي، ډېر خلک نېښ وهلو ته ځي، خو سږکال د نېښ وهلو کار هم کم دی، خو څه وکړو مجبوره يو چې نېښ وهلو ته ولاړ شو. "

د کوکنارو په کښت کې کار کول ډېرې ستونزې لري، ځکه د کوکنارو د کښت اړولو لپاره د نظامي عملیاتو د خطر تر څنګ نېښ وهونکي په تاریاکو باندې د معتاد کېدو له خطر سره هم مخ دي.

د فراه د ولايتي شورا غړی خير محمد نورزی وايي چې بې کاري او بې وزلي د دې لامل شوې چې خلک له همدې خطرونو سره-سره د پيسو ګټلو لپاره د کوکنارو نېښ وهلو ته ولاړ شي.

نورزی زیاتوي: "د کوکنارو نېښ وهل پيل شوي او اوس د کوکنارو په کښتونو کې د کار وخت دی. د فراه په څلورو پنځو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي. که څه هم موږ ته د کارګرانو شمېر نه رامعلومېږي، خو هغه خلک چې کار نه لري او د نېښ وهلو څو کلنه تجربه لري، هغوی هلته ورغلي او د کوکنارو په نېښ وهلو بوخت دي."

پروسږکال د فراه ولایت تر لس زره هکټارو ډېرو ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو، د محلي چارواکو په وينا سږکال قاچاق کوونکو د فراه ولایت په ډېری ناامنو سيمو کې د نشه يي موادو جوړولو وړې کارخانې جوړې کړي او په دې کارخانو کې جوړ شوي نشه يي مواد له افغانستانه دباندې قاچاق کوي.

XS
SM
MD
LG