د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

د فراه والي: طالبانو د نشه يي موادو جوړولو کارخونې جوړې کړي


ارشیف
ارشیف

په تېرو څو اوونيو کې په فراه ولايت کې د دولت د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ خونړۍ جګړې وشوې، خو له دې جګړو سره-سره بیا هم د فراه ولایت په څو ولسوالیو کې د کوکنارو نېښ وهل دوام لري.

د فراه ځايي چارواکي وايي چې د دې ولایت د شيبه کوه، قلعه کاه، بالابلوک، خاک سفيد، بکوا او پرچمن ولسوالۍ چې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي، د دې ولسوالیو په ۵۰۰ جريبو ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي.

د فراه والي تاج محمد جاهد ازادي راډيو ته وويل، هغه ولسوالۍ چې د طالبانو په واک کې دي، هلته يې د نشه يي موادو جوړولو کارخونې جوړې کړي دي.

د فراه والي تاج محمد جاهد
د فراه والي تاج محمد جاهد

جاهد زیاته کړه: "د فراه ولايت هغه سيمې چې د طالبانو په واک کې دي هلته نشه يي بوټي هم کرل کېږي او هم قاچاق کېږي، طالبان د نشه يي موادو د پروسس دستګاوې هم لري، اوس د هوايي بريدونو په بهير کې موږ دا کوښښ کوو چې د ملکي تلفاتو مخه ونيول شي، ځکه چې طالبانو د خلکو د استوګنې سيمو کې د نشه يي موادو د جوړولو کارخونې جوړې کړي دي، نو د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره زموږ په عملياتو کې له ډېر احتیاط څخه کار اخېستل کېږي."

پرو سږکال هم په فراه ولايت کې تر لس زره هکټاره ډېرو ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو، د افغانستان د احصائيې او معلوماتو ادارې د سروې له مخې په ۱۳۹۹ شمسي کال کې د ۱۳۹۸ شمسي کال پرتله په فراه ولايت کې د کوکنارو کښت په سلو کې ۴۷ ډېر شوي وو.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۰ ميلادي کال په راپور کې د نشه يي موادو د وضعيت په اړه يادونه شوې چې تر هلمند وروسته فراه دوهم ولايت دی چې ډېر کوکنار په کې کرل کېږي او د دې تر څنګ د هيروئينو او ښیښې جوړول هم په کې ډېر شوي دي.

په مشرانو جرګه کې د فراه د خلکو استازی ګل احمد اعظمي وايي چې په فراه ولایت کې وسله وال طالبان، غير مسوول وسله وال افراد او نشه يي موادو مافيايي ډلې په ګډه همکارۍ د نشه يي موادو کاروبار کوي.

اعظمي زیاتوي: "په فراه ولايت کې مافيايي ډلو، غير مسولو افرادو او د دولت ځينو وسله والو مخالفینو، يانې طالبانو لاسونه سره يو کړي دي، دوی هم د نشه يي موادو په قاچاقو او هم په ټرانسپورټ کې يو له بله سره همکاري کوي، ان دا چې يو د بل پوستې ويني او یو له بل سره همغږي لري."

که له يوې خوا په فراه ولایت کې طالبان د نشه يي موادو په کاراو بار تورن شوي، خو له بلې خوا د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد تردې مخکې ازادي راډيو ته د يوه ليکل شوي پېغام له لارې ويلي چې طالبان د نشه يي بوټو په کښت، نشه يي موادو په جوړولو او قاچاقو کې لاس نه لري.

د دې راپور غږیزه بڼه ددې لېنک له لارې اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG