د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

نشه يي توکو سره مبارزه؛ ازادي راډیو د نقاشۍ له لارې عامه پوهاوی پیل کړل


د نشه يي توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي لپاره د ازادي راډيو تازه اقدام
د نشه يي توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي لپاره د ازادي راډيو تازه اقدام

د نشه يي توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي لپاره د ازادي راډيو تازه اقدام؛ ازادي راډيو دا کار د هنر سالار هنري بنسټ له لارې مخته بيايي.

د دې نوي پروګرام له لارې چې نن یکشنبه (د غويي ۱۹مه) کابل کې پیل شو او ټاکل شوې ۶ نورو ولایتونو کې چې د نشه يي توکو له ډېر ګواښ سره مخامخ دي هم عملي شي، پر دیوالونو د نشه يي توکو د خطرونو په اړه نقاشۍ انځوریږي.

د ازادي راډیو د زهرو د کاروان د خپرونې مسوول سید مصطفی کاظمي ویلي، هڅه کېږي چې د دې انځورونو له لارې د نشه يي توکو د خطرونو په اړه د خلکو پوهاوی زیات شي.

کاظمي زیاته کړه: "د دې پروژې له عملي کېدو څخه زموږ هدف دا دی چې افغانستان د مخدره موادو د کښت او استفادې په اړه پوهاوی ورکړو او دغه راز بل هدف دا دی چې د ښځو او ماشومانو د روږدي کېدو څخه تر کومه چې امکان لري د عامه پوهاوي له پیغامونو سره مخنیوی وکړو."

د نشه يي توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي لپاره د ازادي راډيو تازه اقدام؛ ازادي راډيو دا کار د هنر سالار هنري بنسټ له لارې مخته بيايي.
د نشه يي توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي لپاره د ازادي راډيو تازه اقدام؛ ازادي راډيو دا کار د هنر سالار هنري بنسټ له لارې مخته بيايي.

نن یکشنبه (د غويي ۱۹مه) د دې پروګرام د عملي کولو په برخه کې په کابل ښار کې ګڼ شمېر خلکو په تېره ځوانانو هم برخه واخېسته او دا کار یې وستایه.

ازادي راډیو له څو کلونو راهیسې د زهرو کاروان په نوم اوونيزه خپرونه لري چې هدف یې له مخدره موادو سره مبارزه او د دې پدیدې د زیانونو په هکله خلکو ته معلومات ورکول دي.

دغه شان په دې اړه يې ځينې ويډيويي راپورونه هم جوړ کړي چې د ازادي راډيو له وېب پاڼې او فيس بوک پاڼې خپاره شوي دي.

ټاکل شوې چې د ازادي راډیو له خوا د نشه يي توکو د خطرونو په اړه څو انځوریز مستندونه هم جوړ او په یو شمېر ولایتونو کې د سیمه ییزو ټلوېزیونو له لارې خپاره شي.

په ورته وخت کې د هنر سالار د هنري بنسټ د پروګرامونو مسوول ابرار کاکړ وایي چې د دې پروګرام له عملي کېدو سره به خلک د نشه يي توکو د زیانونو په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړي.

ښاغلي کاکړ زیاته کړه: "دا شل نقاشۍ دي چې په ۷ ولایتونو کې به انځور شي. دا به خلکو ته وښیي چې مخدره مواد په تېره هیرویین او کوکنار کورنیو، ماشومانو، ځوانانو او دې هېواد ته څومره زیانونه لري."

د موجودو شمېرو له مخې په افغانستان کې دا مهال په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۲.۵ میلیونه کسان په مخدره موادو روږدي شته چې ۳۷ سلنه یې ښځې او ۳ سلنه یې ماشومان جوړوي.

که څه هم افغانستان له مخدرو موادو سره د مبارزې برخه کې په تېرو شلو کلونو کې سلګونه میلیونه ډالره لګول شوي خو دا پدیده لا هم د دې هېواد لپاره یوه جدي او لوی ګواښ بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG