د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

د افغان حکومت او ملګرو ملتونو سروې: تېر کال افغانستان کې ۶،۴۰۰ ټنه ترياک توليد شوي


ارشیف، افغانستان کې یو کروندګر د کوکنارو له بوټو د تریاکو د راټولولو پر مهال
ارشیف، افغانستان کې یو کروندګر د کوکنارو له بوټو د تریاکو د راټولولو پر مهال

که څه هم په ۱۳۹۸ لمریز کال کې په افغانستان کې د ترياکو تولید ډېر کم شوی و، خو د افغانستان حکومت او ملګرو ملتونو يوه تازه سروې ښيي چې په ۱۳۹۹ کال کې يو ځل بیا د ترياکو توليد ډېر شوی دی.

دا سروې چې د افغانستان د احصائيې او معلوماتو ادارې او ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارې په ګډه ترسره کړې او شمېرې يې هم تخميني دي ښيي چې تر دوه لکه هکټاره ډېرو ځمکو کې کوکنار کرل شوي او د کوکنارو د کښت او ترياکو له درکه يوازې د افغانستان بزګرو او کاروباریانو نږدې ۴۰۰ مليونه امريکايي ډالر ګټلي دي.

خو په دې سروې کې دې ټکي ته اشاره نه‌ده شوې چې له دې لارې به د نشه‌يي موادو کورنیو او بهرنیو قاچاق کوونکو جېبونو ته څومره پيسې تللې وي.

د يادونې وړ ده چې دا سروې د سټلايټ يا سپوږمکۍ په وسيله ترسره شوې ده.

په دې اړه د افغانستان د احصائيې او معلوماتو ادارې رئيس احمد جاوېد رسولي وايي: "په ۱۳۹۹ شمسي کال کې په نږدې دوه لکه او ۲۴ زره هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي و چې د ۱۳۹۸ کال په پرتله په سلو کې ۳۷ ډېروالی ښيي. دغه ډول د ترياکو توليد ۶،۴۰۰ ټنه تخمین شوی دی. دا سروې د سينسينګ ريموټ او احصائيوي ماډلونو په مرسته ترسره شوې ده."

د افغانستان د احصائيې او معلوماتو ادارې رئيس احمد جاوېد رسولي
د افغانستان د احصائيې او معلوماتو ادارې رئيس احمد جاوېد رسولي

د دې سروې د شمېرو له مخې، د کوکنارو د هر هکټار ځمکې څخه ۲۸ کيلوګرامه ترياک ترلاسه شوي او يو کيلوګرام ترياک په ۵۵ ډالره خرڅ شوي، خو په ۱۳۹۸ شمسي کال کې د يوه کيلوګرام ترياکو بیه ۶۳ امريکايي ډالره وه.

د ۱۳۹۸ شمسي کال سروې ښيي چې د کوکنارو کښت د بزګرو او کارګرو پر ګټه سربېره د عشر او ماليې په نوم هم ۲،۱ ميليارد ډالره عايد درلود، خو د ۱۳۹۹ شمسي کال د سروې له مخې د دولت د وسله‌والو مخالفینو ګټې وټې ته اشاره نه‌ده پکې شوې.

سياسي تحلیلګران وايي چې له افغانستان څخه د بهرنيو نظاميانو وتلو او مالي مرستو کمېدلو سره امکان لري چې د کوکنارو کښت او ترياکو تولید هم ډېر شي، ځکه د افغانستان دولت نه‌شي کولای چې د نړیوالې ټولنې له همکارۍ پرته د نشه‌يي موادو له مشکل سره مبارزه وکړي.

د دوی له ډلې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی معين ډاکتر ظفر وايي: "کله چې مرستې کمېږې، د دولت امکانات هم ورسره کمېږي، ښکاره خبره ده چې د کوکنارو کښت او نشه‌يي موادو قاچاق ورسره ډېرېږي او له کنټروله وځي. بهرنيان وايي چې دوی له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې ډېرې پيسې لګولې دي، اوس بايد د افغانستان دولت دا ظرفیت درلودای چې د بهرنيانو له مرستو پرته د نشه‌يي موادو د کاروبار مخه ونيسي، که څه هم د افغانستان دولت په دې برخه کې ملامت نه‌دی، ځکه چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې ډېرې پيسې مستقيماً خپله بهرنيانو مصرف کړې دي."

ارشیف، د افغان ځواکونو له لوري د کوکنارو د له‌منځه وړلو عملیات
ارشیف، د افغان ځواکونو له لوري د کوکنارو د له‌منځه وړلو عملیات

دا سروې داسې مهال خپرېږي چې په روان لمریز کال کې هم د افغانستان په ډېری ولايتونو کې کوکنار کرل شوي دي، په تودو يا ګرمسېرو ولايتونو کې د کوکنارو نېښ وهل شوی او بزګر د کوکنارو د بل فصل لپاره ځانونه چمتو کوي.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG