د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

کورنیو چارو وزارت: افغانستان کې د تریاکو تولید کم شوی


د تریاکو د پروسس یوه فابریکه- ارشیف
د تریاکو د پروسس یوه فابریکه- ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له نشه ‌يي توکو سره د مبارزې معینیت د سپینې ماڼۍ وروستی راپور ردوي او وایي په افغانستان کې د تریاکو تولید کم شوی دی.

په داسې حال کې چې د سپینې ماڼۍ د مخدره موادو د کنټرول د ملي تګلارې ادارې راپور څرګندوي چې په افغانستان کې د تریاکو تولید زیات شوی خو افغان چارواکي دا راپور ردوي.

سپینه ماڼۍ
سپینه ماڼۍ

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له نشه ‌يي توکو سره د مبارزې معینیت د تحلیل او ارزونې ریس سید نجیب الله احمدي په سرحدونو کې جدي کنټرول او د قیمتونو کمښت د تریاکو د تولید د کمېدو لاملونه ګڼي.

هغه زیاتوي: "تاسې ډاډه اوسئ چې د تریاکو په تولید کې کمولی راغلی، دا بېلابېل لاملونه، له مخدره موادو سره د مبارزې د پولیسو د شپې له خوا عملیاتونه، په سرحدونو کې جدي کنټرول، وچکالي، د تریاکو د قیمتونو کموالی، په دې وروستیو کې په عراق د کوکنار و ډېر کښت، نو دا ټول لامل شوي چې د تولید کچه را کمه شي."

په همدې حال کې حال کې له نشه ‌يي توکو سره د مبارزې معینیت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل، چې دا مهال ۷۵ سلنه هیروین د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحد کې تولیديږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سپینې ماڼۍ یو نوی راپور څرګندوي چې د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله کمه شوې خو د خالصو تریاکو تولید لا هم زیات دی.

په راپور کې راغلي، تېرکال په ټول افغانستان کې په ۱۶۰۰۰۰هکتاره ځمکه کې او په ۲۰۱۸ کې بیا ۲۲۱۰۰۰ ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو.

په ۲۰۰۸ کې په افغانستان کې ۵۵۵۰ ټنه خالص تریاک تولید شوي وو خو په ۲۰۱۹ کې دا اندازه ۶۷۰۰ ټنه اټکل شوې ده.

دا ارزونه وايي چې په بازارونو کې د تریاکو د بیو کموالي د کوکنارو کښت کم کړی خو ښې اب او هوا او د حاصلاتو لپاره مناسبو شرایطو د تریاکو تولید زیات کړی دی.

د سپینې ماڼۍ د مخدره موادو د کنټرول د ملي تګلارې اداره وايي دا ارزونه د افغانستان له ولایتونو څخه دوی ته د رسېدلو معلوماتو په بنسټ شوې ده.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارې د کمېسیون غړي محمد هاشم الکوزي ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان ۵۵ سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده او په دغو سېمو کې د تریاکو کښت او تولید زیات دی.

د مشرانو جرګې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارې د کمېسیون غړي محمد هاشم الکوزی
د مشرانو جرګې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارې د کمېسیون غړي محمد هاشم الکوزی

هغه زیاتوي: "اوس هم د طالبانو تر ولکې لاندې سېمو کې کوکنار کرل کېږي، هلته حکومت واک نه لري او بل دا چې د بارانونو له امله د کوکنارو تولید او کرکېله زیاته شوې ده."

د سپینې ماڼۍ په راپور کې راغلي چې دا مهال وسله والې ډلې تر ډيره د نشه يي توکو د قاچاق له لارې عاید ترلاسه کوي چې له کبله یې په دغه هېواد کې ناامني او فساد زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG