د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

انتونیو ګوتېرش: طالبانو د مخدره موادو پر پيسو خپل جنګي ځواک پياوړی کړی


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش

ملګري ملتونه د سيمې له هېوادونو غواړي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې له لارې د طالبانو د جنګي پياوړتيا مخه ونيسي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش وايي چې طالبانو د نشه يي موادو له کښت او قاچاق څخه په ترلاسه کړو پیسو خپل جنګي امکانات ډېر کړي او جګړې ته دوام ورکوي چې دا کار په افغانستان کې د سولې او ثبات په لاره کې يو ستر خنډ دی.

ښاغلي ګوتېرش د شانګهای د همکاریو سازمان درېیمه غونډه کې ددغه سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې د نشه يي موادو د قاچاقو د لارو په بندولو سره د طالبانو مالي سرچينې وچې کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي وویل، په اسیا کې هغه مهال سوله او ثبات راتلای شي چې د سیمې هېوادونه له جرمونو، په تېره بيا د نشه يي موادو له کښت، تولید او قاچاق سره مبارزه وکړي.

ښاغلي ګوتېرش وویل: "نړیواله سوله او امنیت له جدي ګواښ سره مخ دي او اصلي دلیل یې دا دی چې ترهګرې ډلې د نشه يي موادو د پیسو له لارې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي."

نوموړي د مرکزي آسیا د شانګهای سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان څخه د نشه يي موادو د قاچاق کېدلو لارې وتړي.

هغه زیاته کړه: "ملګري ملتونه او د شانګهای د همکاریو سازمان په افغانستان کې د سولې ملاتړ ته ژمن دي چې افغانان په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي. موږ کولای شو چې د نشه يي موادو له کښت سره مبارزه وکړو، ځکه چې دا د طالبانو مالي سرچینه ده او دوی د کوکنارو په پیسو باندې جګړې ته دوام ورکوي او افغانستان ناارامه کوي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي د نشه يي موادو له قاچاقو سره مبارزه د یوه هېواد له وس څخه وتلی کار بولي او د شانګهای له غړو هېوادونو څخه غواړي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي.

د افغانستان دولت د معلوماتو پر اساس د دغه هېواد ۴۰ سلنه تولید شوي تریاک د پاکستان او په سلو کې ۱۹ یې بیا د مرکزي اسیا هېوادونو له لارو نړیوالو بازارونو ته قاچاق کېږي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې کارپوه عباس فراسو وايي چې د سیمې هېوادونه د نشه يي موادو له مبارزې سره سیاسي چلند کوي او د نشه يي موادو د قاچاقو لارې نه تړي.

ښاغلي فراسو وویل: "بايد لومړی په نړیواله، سیمه ییزه او ملي کچه له نشه يي موادو سره د مبارزې په اړه جدي اراده موجوده وي، خو له بده مرغه چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې نړیواله همکاري کمزورې ده او په سیمه ییزه کچه هم له نشه يي موادو سره د مبارزې اراده نشته."

د هغه په خبره، د سیمې ډېری هېوادونه د نشه يي موادو له تولید او قاچاقو سره سیاسي چلند کوي، "د بېلګې په ډول له ایران څخه په کانټینرونو نشه يي مواد بهرنیو هېوادونو ته ځي، خو د ایران حکومت یې مخه نه نیسي."

دا په داسې حال کې ده چې د سږني میلادي کال له پیل څخه بيا تر اوسه څه د پاسه دوه زره لېټره پرېکرسرونه او نور کېمیاوي مواد چې د هیرویینو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي، له ایران څخه افغانستان ته د قاچاق کېدو پر مهال د افغانستان په سرحدي پوستو او يا کمرګ کې نیول شوي دي.

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG