د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

د بدخشان ولايتي شورا: بهرني جنګيالي هم د کوکنارو له کښت څخه ګټه اخلي


ارشیف، کرل شوي کوکنا
ارشیف، کرل شوي کوکنا

سږ کال د بدخشان په هغو سيمو کې ډېر کوکنار کرل شوي چې د طالبانو او بهرنيو جنګياليو په واک کې دي او نږدې ده چې بزګران‌يې تارياک راټول کړي.

د بدخشان ولايتي شورا ازادي راډیو ته وويل، هغه سيمې چې کوکنار په‌کې کرل شوي، هلته د افغان امنيتي ځواکونو، طالبانو او بهرنيو جنګيالي ترمنځ جګړه روانه ده.

يمګان، وردوج، جرم، کشم او تګاب د بدخشان هغه ناامنه سيمې دي چې ډېر کوکنار په‌کې کرل شوي، خو د بدخشان ځايي امنيتي چارواکي بيا وايي چې سږ کال په دې ولايت کې بزګرو د کوکنارو پر ځای د غنمو او نورو غلو دانو کرلو ته مخه کړې ده.

د بدخشان د امنيه قوماندانۍ وياند ثناالله روحاني ازادي راډيو ته وويل چې سږ کال بزګرو تر پخوا لږ کوکنار کرلي دي.

ښاغلی روحاني زیاتوي: "په بدخشان ولايت کې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله لږ کوکنار کرل شوي دي. دليل‌يې دا دی چې ټولې لارې تړل شوي، خلک بې‌وزله شوي او تارياک ارزانه شوي دي. پخوا به د يوه کيلوګرام تارياکو بيه اته زره افغانۍ وه، خو اوس دا بيه ۸۰۰ افغانيو ته راټيټه شوې ده. بل دليل‌يې دا دی چې امنيتي ځواکونه چا ته اجازه نه‌ورکوي چې نشه‌يي مواد له يوه ولايت څخه بل ولايت ته قاچاق کړي."

خو په هغو سيمو کې چې کوکنار کرل شوي، هلته د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه هم روانه ده.

د بدخشان ولایتي شورا غړی احمد جاوېد مجددي وايي چې کوکنار د بدخشان په هغو ناامنو سيمو کې کرل شوي چې د طالبانو او بهرنيو جنګياليو په واک کې دي.

ښاغلی مجددي زیاتوي: "دا سيمې اکثره‌يې د طالبانو او دولت نورو مخالفو وسله‌والو ډلو په لاس کې دي. طالبان له دې لارې څخه ډېرې پيسې ترلاسه کوي، ځکه چې کوکنار هم د دوی تر واک لاندې سيمو کې کرل کېږي او هم‌يې تولید د دوی په سيمو کې دی. دوی له دې لارې ډېرې پيسې ترلاسه کوي، دا کار يې په تېرو څو کلونو کې تجربه شوی دی."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

ښاغلی مجددي باور لري چې په داسې حال کې چې په بدخشان ولايت کې جګړه روانه ده د کوکنارو کښتونه نه‌شي اړول کېدای، ځکه افغان امنيتي ځواکونه په جګړه بوخت دي، دوی په يوه وخت کې نه‌شي کولای چې هم جګړه وکړي او هم د کوکنارو بوټي واړوي.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېډو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00
مستقیم لېنک

راپور: فرید حلیمي

XS
SM
MD
LG