د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

ننګرهار چارواکي: سږ په ۸ ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي


ارشیف، بزګر په نېښ وهلو بوخت دي
ارشیف، بزګر په نېښ وهلو بوخت دي

په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د کوکنارو د بوټو اړول په ګرمو ولايتونو کې لومړی له ننګرهار ولايت څخه پيل شول.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په لومړي پړاو کې د ننګرهار ۸ ولسواليو کې ۱۸۰ جريبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه شوه.

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې د دې ولايت اتو ولسوالیو، په تېره بيا هغو سيمو کې ډېر کوکنار کرل شوي چې هلته جګړه روانه ده او د دولت د وسله والو مخالفينو نفوذ په کې ډېر دی، خو دا کښت د تېر کال پرتله لږ دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وويل، که څه هم دوی بزګر خبر کړي وو چې که خپلو ځمکو کې کوکنار وکري، نو دوی به يې واړوي، خو بيا هم ناامنو او هغو سيمو کې کوکنار کرل شوي چې د دولت د وسله والو مخالفينو په واک کې دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼی
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼی

دی وايي: "لومړی خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی او بزګرو ته د کوکنارو د کښت اجازه نه وه ورکړل شوې، خو له بده مرغه چې ناامنو او هغو سيمو کې چې ترهګريز فعالیتونه شته، هلته کوکنار کرل شوي چې دا دی د اتو ولسواليو په بېلابېلو سیمو کې عمليات وشول، اوس په هغو سيمو کې چې کوکنار کرل شوي، دولتي چارواکي د خلکو په همغږۍ او همکارۍ د کوکنارو دا کښتونه اړوي."

ګرمو ولايتونو کې د ننګرهار په ګډون هرکال څلور فصله کوکنار کرل کېږي.

په وروستيو کلونو کې له ډېری ترلاسه شوېو تارياکو څخه هيروئين جوړېږي او بيا د پاکستان او ايران له لارې اروپايي هېوادونو ته قاچاقېږي.

د احصائيې او معلوماتو ادارې د تخميني سروې له مخې په ۱۳۹۹ لمریز کال ننګرهار ولايت کې په ۲۲۲۵ هکټارو ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو چې دا کښت د ۱۳۹۸ لمریز کال پرتله په سلو کې ۲۷ ډېروالی ښيي.

اجمل عمر وايي، ننګرهار کې د نشه يي موادو د قاچاقو تر څنګ يوه بله لويه ستونزه د کوکنارو کښت دی
اجمل عمر وايي، ننګرهار کې د نشه يي موادو د قاچاقو تر څنګ يوه بله لويه ستونزه د کوکنارو کښت دی

د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر وايي، دې ولايت کې د نشه يي موادو د قاچاقو تر څنګ يوه بله لويه ستونزه د کوکنارو کښت دی، خو حکومت پر مناسب وخت د دې ستونزې مخه نه نيسي.

دی وايي: "په رښتیا چې ننګرهار ولايت کې د نشه يي موادو موضوع يوه اساسي موضوع ده. که څه هم تېرو شپږو-اتو مياشتو کې په څو ولسوالۍ کې امن راغلی، خو بیا هم د درېیو ولسوالیو هغه سيمې چې هغه د طالبانو په واک کې دي هلته کوکنار کرل کېږي، خو له بده مرغه چې د حصارک، خوګياڼیو او شېرزادو ولسواليو ځينو سيمو کوکنار کرل شوي. حکومت و نه شو کړای چې لومړي سر کې بزګرو ته ووايي چې کوکنار دې نه کري، له بده مرغه کله چې د کوکنارو بوټي نېښ وهلو ته نژدې شي، دوی خبر شي پروژه واخلي او بيا دا بوټي اړوي."

په ۱۳۹۹ لمریز کال کې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څېړنې ښيي چې تر کابل وروسته ننګرهار دوهم ولايت دی چې د ۱۹۵ قضيو په درلودلو سره د نشه يي موادو ډېر قاچاق کوونکي په کې نيول شوي دي.

ددې راپور غږیزه بڼه دې لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG