د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

"سږکال په ځينو ولايتونو کې د کوکنارو اړولو پروګرام نه دی عملي شوی"


ارشیف
ارشیف

سږکال بيا د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د کوکنارو اړولو پروګرام نه دی عملي شوی.

د کوکنارو له کښت سره سم داسې راپورونه هم خپاره شوي چې، په ځينو ولايتونو کې د کوکنارو کښتونه نه دي اړول شوي.

ننګرهار، کندهار، هلمند او بدخشان هغه ولايتونه دي چې سږکال ډېر کوکنار پکې کرل شوي دي، خو په ځينو ولايتونو، لکه کندهار کې د کوکنارو کښتونه هيڅ نه دي اړول شوي او محلي چارواکو دا دليل ويلی چې دوی بودجه نه لري.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين په دې اړه وايي چې، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړي پولیس تر خپله وسه پورې د کوکنارو اړولو هڅه کوي.

هغه زیاتوي: " سږکال له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو هغه امکانات چې په واک کې يې درلودل وکولای شول چې، د افغانستان په شپږو ولايتونو کې (۵۲۴) زره هيکټاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړي، دا کار له نشه يي موادو سره د مبارزې په لاره کې يو موثر ګام دی او دا بهير دوام لري. "

په ناامنو سيمو کې د کوکنارو د کښت پلان نه عملي کول او په دې سيمو کې د کوکنارو د کښت ډېروالی له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې هغه مهم پروګرامونه دي چې بايد عملي شوي وای، خو نه دي عملي شوي.

د يادونې وړ ده چې د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې وزارت تر منحل کېدو وروسته د بديل معيشيت پروګرام هم ودرېد.

د ولسي جرګې غړی فاروق مجروح وايي چې، د نشه يي بوټو کښتونه نه اړول او په دې اړه جدي اراده نه درلودل د دې لامل شوي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کال په کال پسې ډېر شي.

مجروح وویل: "چا چې سږکال کوکنار کرلي دي، نو تارياک يې هم ځنې راټول کړي دي، په حقيقت کې يې دا تارياک خرڅ کړي دي. اوس که د افغانستان دولت د کوکنارو اړلو په اړه اقدام هم وکړي هيڅ ګټه نه لري، که رښتيا يې دا اراده او پلان درلودای چې د کوکنارو کښتونه واړوي او يا يې کم کړي، نو پر وخت به يې تدابير سنجولي او پلان به يې عملي کړی وای چې په نتيجه کې يې د کوکنارو د کښت مخه نيول شوې وای، خو اوس دا کار و نه شو. "

ښاغلی مجروح وړانديز کوي چې، د افغانستان دولت بايد له نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره د بودجې نه درلودلو په صورت کې له خپلو نړيوالو انډيوالانو څخه مرسته وغواړي چې له دې لارې وکولای شي د نشه يي موادو د کښت، توليد او قاچاقو پر ضد هراړخيزه مبارزه وکړي.

---------------------

راپور: فرید حلیمی

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:09 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG