ارواپوهان وايي چې په انسانانو کې د خطرونو پر وړاندې وېره یو فطري حالت دی، خو د نشه يي موادو کارول، په ځانګړي ډول ښیښه، په معتادینو کې دومره بې ځایه وېره پیدا کوي چې هغوی کله کله له خپل سیوري څخه هم ډارېږي. په دې اړه مو له ارواپوه مطیع الله وزیري سره مرکه کړې
د لغمان ولایت اوسېدونکی رحیم الله وایي چې تر نشې مخکې یې جلابي کوله، پسونه او غواګانې به یې خرڅولې، او په ورځ کې به یې دوه درې زره افغانۍ ګټلې. خو کله چې معتاد شو، خپله سرمایه یې له لاسه ورکړه او مزدوري ته اړ شو. رحیم الله، چې دا مهال په یوه دولتي روغتون کې بستر دی، زیاتوي:
د زهرو کاروان د دې اونۍ په خپرونه کې اورئ چې د دایکنډي ولایت بزګران د کوکنارو د بدیل کښت د نشتوالي له امله شکایت کوي. په یوه راپور کې مو د یوه معتاد ژوند ته کتنه کړې او له یوه متخصص ډاکټره مو پوښتلي چې ولې اعتیاد د انسان عمر لنډوي؟ د خپرونې په دوام د معتاد خاطره او د خپرونې ډرامه هم خپریږي.
د زهرو کاروان په دې خپرونه کې اورئ چې د روغتیا نړیوال سازمان وایي په افغانستان کې له هرو دریو کورنیو یوه یې له نشه یي موادو اغیزمنه ده.
طارق د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکی دی. دا ځوان چې پنځه کاله یې په ترکیه کې تېر کړي او هلته معتاد شوی وايي چې، که مې نشه نه کولای اوس به مې په بهر کې ښه ژوند درلودای.
د زهرو کاروان؛ تېر کال په افغانستان کې د تریاکو کر او تولید ته کتنه
نور راوښيه