د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

د طالبانو حکومت: د کوکنارو د بديل کښت د مرستو په اړه له امريکايي پلاوي سره خبرې شوي


د افغانستان په لويديځ کې د کوکنارو د کښت يوه کرونده
د افغانستان په لويديځ کې د کوکنارو د کښت يوه کرونده

د طالبانو حکومت له امريکا متحده ايالتونو څخه غواړي چې د کوکنارو د کښت د بديلو پروګرامونو په برخه کې له دوی سره مالي مرستې وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امريکا له حکومت سره د کتنو په لړ کې يې په وروستۍ غونډه کې له امريکايي هیئت سره د کوکنارو د کښت د مخنيوي، بديل معيشيت په برخه کې د مرستو او معتادینو د درملنې په اړه خبرې کړي دي.

په افغانستان کې نژدې يو کال مخکې د امريکا متحده ايالتونو له نظامي او سياسي حضور پای ته رسېدو سره سم، له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو له حکومت سره د واشنګټن مستقيمې مالي او تخنيکي مرستې هم بندې شوې.

اوس د طالبانو حکومت هڅې پيل کړي چې د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د خپل مشر د فرمان پر بنسټ، واشنګټن دې ته وهڅوي چې خپلې مرستې له سره پيل کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند ضيااحمد تکل ازادۍ راډيو ته وويل: په قطر کې له امريکايي هيئت سره د مولوي اميرخان متقي په وروستۍ غونډه کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي، د کوکنارو د بديل معيشيت پروګرامونو او معتادینو د درملنې په اړه خبرې وشوې.

نوموړي وويل: "پر دې موضوع هم بحث وشو چې څنګه وکولای شو د بزګرانو لپاره د بديل معیشيت په برخه کې همکاري وکړو، د بزګرانو لپاره د اصلاح شويو تخمونو، زراعتي وسايلو او نورو اسانتياوو په برخه کې له هغوی سره همکاري وکړو."

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويست او د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويست او د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي

د امريکا متحده ایالتونو له ۲۰۰۳ څخه بيا تر ۲۰۲۰ ميلادي کاله پورې په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې تر (۹) ميليارډو ډالرو ډېرې پيسې ولګولې.

د دې مرستو ډېره برخه د بديل معيشيت او معتادینو د درملنې په پروژو کې مصرف شوه.

که څه هم واشنګټن د تېر شمسي کال د اسد د مياشتې له (۲۴) نېټې څخه د معتادينو د درملنې په برخه کې خپلې مرستې ودرولې، خو اوس هم د بديل کښت په برخه کې د ځينو پراختيايي پروژو مالي لګښت ورکوي.

د زراعت متخصص ايوب رفيقي وايي چې له يوه جامع او پراختيايي پروګرام پرته د کوکنارو د کښت بندول بريالۍ لاره نه ده.

ښاغلي رفيقي د کوکنارو د کښت بندولو لپاره په افغانستان کې د سياسي ثبات تر څنګ، د زراعت او اوبو بنسټونو رغول هم خورا ضروري کار بولي.

نوموړی وايي: "تارياک يوه نړیواله مسئله ده او باید د حکومتونو په کچه و څېړل شي. په دې برخه کې سياسي ثبات ته خورا ډ‌ېره اړتيا ده او يوه اوږدمهاله زراعتي بهير ته ضرورت دی، ځکه کله چې موږ د کښت او زراعت خبره کوو، زراعت په اوبو پورې تړلی دی او له بده مرغه چې په تېرو څلوېښت کلنو جګړو کې زموږ د اوبو ټول سيسټمونه ويجاړ شوي دي."

په افغانستان کې له معتادینو سره د درملنې په برخه کې د امريکا متحده ايالتونو د مالي او تخنيکي مرستو له بندېدو سره سم، ډېری بهرنيو هماهنګ کوونکو ادارو هم خپل فعاليتونه ودرول.

کله چې دا بهرنۍ ادارې له افغانستان څخه ووتلې، د معتادینو د درملنې له اتيا مرکزونو څخه تر نيمايي ډېری مرکزونو فعاليتونه هم ورسره کم شول.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG