د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

ملګري ملتونه: سږ کال به افغانستان د نشه‌يي موادو د نړیوال بازار برخه‌لیک ټاکي


ارشيف
ارشيف

ملګري ملتونه نړیوال بازار ته د نشه‌يي موادو وړاندې کولو او غوښتلو کمول د طالبانو حکومت د چلند په څرنګوالي پورې تړلی بولي.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، په افغانستان کې بشري ناورين ته په کتو سره دا امکان شته چې په دې هېواد کې د کوکنارو کښت ډېر شي.

په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې د نشه‌يي موادو په اړه د ملګرو ملتونو څېړنې ښېي چې، په افغانستان کې د تارياکو بيې لوړې شوي او په نړۍ کې د کېمياوي نشه يي موادو استعمال ډېر شوی دی.

که څه هم د (UNODC) په تازه راپور کې په تېرو لسو مياشتو کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او نشه‌يي موادو جوړول روښانه نه دي بيان شوي، خو پر دې ټکي ټينګار شوی چې نړۍ ته د نشه‌يي موادو وړاندې کول او غوښتل، په افغانستان کې د نشه‌يي موادو د جوړولو په ډېروالي او کموالي پورې اړه لري.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارې مشره مېرمن ګاډا ويلي وايي چې، په افغانستان کې بې ثباتۍ په نړۍ کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې ستونزې ډيرې کړي دي.

نوموړې ويلي: "له افغانستان څخه نيولې بیا تر اوکراین او افريقا پورې بې ثباتۍ د هغو خلکو شمېر ډېر کړی چې مرستو ته اړتيا لري، له ننګونو څخه ډک په داسې وضعيت کې د نشه يي موادو کاروبار په چټکۍ سره د پراخېدو په حال کې دی."

ويل کېږي چې افغانستان کې سږ کال د نشه‌يي توکو توليد ډېر شوی
ويل کېږي چې افغانستان کې سږ کال د نشه‌يي توکو توليد ډېر شوی

که څه هم د (UNODC) ادارې په دې راپور کې په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو د څرنګوالي او معلوماتي سرچينو یادونه نه‌ده کړې، خو په دې راپور کې ادعا شوې چې دوی تر اوسه نه دي توانيدلي چې دا معلومه کړې چې ایا د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړه به منفي او که مثبتې پايلې ولري.

د دې راپور په غبرګون کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادۍ راډيو ته وويل چې، دوی تر دې مهاله د خپل مشر د فرمان عملي کولو په اړه بريالي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي موادو د پالیسۍ او سروې پخوانی رئیس نجيب الله احمدي وايي چې، سږکال د پخوا په پرتله په افغانستان کې تر ټولو ډېر تارياک راټول شوي او زېرمه شوي دي.

نوموړی وايي: "سږکال د پخوا په پرتله ډېر کوکنار وکرل شول. که په راتلونکو پنځو کلونو کې هم کوکنار و نه کرل شي، په افغانستان کې د سيمې او سيمې ها خوا هېوادونو لپاره د تارياکو کافي زېرمې شته. دا زېرمې کورنۍ او نړیوالې مافيايي ډلې او استخبارات چې يوه شبکه يې جوړه کړې د دوی په واک کې دي او د دوی په ملاتړ تنظيم کېږي. دا شبکه له افغانستان څخه بيا تر روسيې او اروپايي هېوادونو پورې غځېدلې ده."

که څه هم د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د دوی د مشر په فرمان کې د نشه يي موادو ټول ډولونه شامل دي، خو ملګري ملتونه په افغانستان کې د کېمياوي نشه يي موادو جوړولو د دوام په اړه خورا ډېره اندېښنه ښېي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي چې، د ګاونډيو هېوادونو تر څنګ، په خليجي هېوادونو کې هم تازه د افغانستان د کېمياوي نشه يي موادو یو بازار د جوړېدو په حال کې دی.

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG