د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۵۵

امریکا او عربستان په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې


د عکس ښي لور ته د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جو بایډن
د عکس ښي لور ته د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر او د سعودي عربستان ولیعهد په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کړی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په یوه رسمي غونډه کې، چې د دواړو خواوو لوړ پوړو چارواکو په کې برخه اخیستې وه، په راتلونکو لسیزو کې د سعودي عربستان او متحده ایالاتو ترمنځ د متقابلو ګټو د پراختیا او د لا زیاتې سوله ییزې، خوندي لیدنې د پراختیا او د منځني ختیځ د سوکالتیا او ثبات په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.

له دغې ناستې په خپور شوي بیان کې د افغانستان په اړه راغلي: "دواړو لوریو د افغانستان د امنیت پر ملاتړ او په دغه هېواد کې د مېشتو ترهګرو له خوا د رامنځته شوي ګواښ پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ. دوی له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام پر اهمیت، د افغان ولس د اړتیاوو د پوره کولو او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د زده کړو او د روغتیا له لوړ معیار څخه د برخمن کېدو او د ښځو لپاره د کار د حق په اړه خپل ملاتړ څرګند کړ."

دغه دواړه هېوادونه وروسته له هغې په افغانستان کې د ترهګرۍ او له تشدد ډکو افراطي ډلو د ځپلو لپاره پر همکاریو ټینګار کړی، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د داعش او القاعدې ډلې تر څنګ د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي_ هغه څه چې طالبان یې ردوي او وایي، چې دوی هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته د فعالیت او نورو هېوادونو د ګواښ پېښولو اجازه به ور نه کړي.

بلخوا د امربکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډي ار شرمین چې کانګرس ته د ۲۰۲۲ ایلی ویزل قانون راپور وړاندې کولو پر مهال په افغانستان کې د طالبانو لخوا د حقونو سرغړونو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

نوموړې وویل: "په افغانستان کې طالبان د ښځو او نجونو، د قومي او مذهبي اقلیتونو د غړو او نورو محرومو خلکو د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو څخه ناوړه ګټه پورته کوي."

ایلي ویزل هغه کلنی راپور دی، چې په کې د نړۍ په هېوادونو کې د جرمونو وړاندوینه، مخنیوی او ځواب په اړه د متحده ایالاتو د حکومت پخوانۍ، اوسنۍ او راتلونکې ستراتېژي په کې شامله ده.

مېرمن شرمین وروسته له هغې د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګیو پورته نجونو له ښوونځیو محرومې شوي، ښځې د کار کولو اجازه نه لري او پر لږکیو هم حملې او بریدونه زیات شوي چې له امله اوس اکثریته دغي لږکي د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله ازادي راډیو د دغې امریکايي چارواکې د څرګندونو په غبرګون کې وویل: "موږ دا ادعاوې ردوو. په افغانستان کې د وګړو حقونه چې اسلامي شریعت ورکړي هغه ټول محفوظ دي، چې کله امریکایانو اشغال کړی و، د خلکو حقوق تلف کېدل، د خلکو کورونه جایدادونه او ان سرونه یې په امن کې نه وو، خلک وژل کېدل، بمبارونه پرې کېدل او زرګونه بې ګناه کسان په زندانونو کې وو."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له خپلې واکمنۍ وروسته یو شمېر نجونې له زده کړو بې برخې کړې او یو شمېر ښځو ته یې د کار اجازه نه ده ورکړې.

دوی د ښځو لپاره د حجاب اغوستل هم اجباري کړي دي.

همدارنګه وړاندې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي، دوی به هیچا ته د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د کارولو اجازه ورنه کړي.

خو په تېرې غویي میاشت کې له افغانستانه پر ازبکستان او تاجکستان د داعش ډلې د توغندیزو بریدونو ترسره کولو سره په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ په اړه تشویشونه زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG