د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

ویډیو؛ ملابرادر: طالب مشران پاکستان کې دي او ټپیان مو هم دلته درملل کېږي


په یوه تازه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر تاییدوي چې د دې ډلې د ټپیانو درملنه په پاکستان کې کېږي او مهم مشران یې هم همغلته دي.
په یوه تازه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر تاییدوي چې د دې ډلې د ټپیانو درملنه په پاکستان کې کېږي او مهم مشران یې هم همغلته دي.

په لومړي ځل د طالبانو یوه مهم مشر په یوه ویډیو کې د پاکستان دننه د خپلو مشرانو اوسېدل او د خپلو ټپیانو درملنه تاییدوي.

ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مشر او د دې ډلې مرستیال دی، په یوه ویډیو کې وايي، دوی د مجبوریت پر بنسټ، پاکستان ته ځي.

دا ویډیو چې کره نېټه او ځای یې مشخص نه دی، په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، خو یو شمېر رسنیو او ځینو کسانو دا د پاکستان کراچۍ ښار یو روغتون یاد کړی، چېرته چې د ټپي شوېو طالبانو درملنه کېږي.

په دې ویډیو د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر هغو طالبانو ته وینا کوي چې د افغانستان په جګړه کې ټپیان شوي او زیاتوي، د دوی درملنه په افغانستان کې سخت کار دی.

دی وايي: "دوی هر څه راسره کړي، دلته له موږ سره څه پېښ شوي دي، خو بیا هم موږ مجبور یوو چې راځوو به. دلته یوازې محدود کسان نه‌شته، دلته زموږ او ستاسې ټول مشرتابه په دې ځای کې دی. "

په دې ویډیو کې ملا برادر له ټپي طالبانو غوښتنه کوي چې اوسنی درد او تکلیف وزغمي.

هغه په خپلو خبرو کې پر امریکا طالبان بر لاسي بولي، خو په افغانستان د یوه نوي نظام د راتلو هیله کوي.

ملا برادر هغه ځای ته چې دی په کې ولاړ دی او خبرې کوي په اشارې سره وايي، د سولې په خبرو کې له هر ډول پرمختګ دلته خپل مېشت مشران خبروي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د دې ویډیو د کره‌والي او ځای په اړه بې خبري ښيی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

ښاغلي محمد نعیم ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي: "په ټولنیزو رسنیو کې دا ډول ویډیو ښکته پورته کېږي، ولې دی یې په اړه معلومات نه لري چې دا څومره حقیقت لري او په کوم ځای او څه وخت شوې ده. "

دا ویډیو وروسته تر دې خپرېږي چې په قطر کې د سولې خبرې د دواړو لوریو په هوکړه ۲۱ ورځې وځنډول شوې او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته ولاړ.

موږ په پاکستان کې د هغو عناصرو د پټن‌ځایونو او مېشت‌ځایونو بندېدا غواړو، کوم چې د افغانستان سوله او ملي امنیت ګواښي

د افغانستان حکومت هغه مهال وویل، پاکستان ته د طالب پلاوي سفر له دوی سره په مشوره شوې ده.

خو تازه د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې د ترهګرو ډلو او د هغوی د مشرانو شتون په افغانستان او سیمه کې امنیتي وضعیت خراب کړی دی.

د دې وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان حکومت تل د هغو ډلو په اړه چې په افغانستان کې د سولې بهیر زیانمنوي او په پاکستان کې دي، خپلې اندېښنې له دې هېواد سره شریکې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ګران هېواد
د بهرنیو چارو وزارت ګران هېواد

دی زیاتوي: "هغه ډول چې په وېډیو کلیپ کې ښکاري، طالبان په زیات شمېر په پاکستان کې مېشت دي. له همدې کبله پاکستان پر طالبانو او د دوی پر مشرانو پوره اغېز لري. موږ په پاکستان کې د هغو عناصرو د پټن‌ځایونو او مېشت‌ځایونو بندېدا غواړو، کوم چې د افغانستان سوله او ملي امنیت ګواښي. "

پاکستان بیا په خپل هېواد کې د طالب مشرانو د اوسېدو په اړه ضد نقیض څرګندونې کوي، کله یې دا مسئله رد کړې او کله یې منلې ده.

خو تازه یې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان حکومت له دې وړاندې هم پر طالبانو له دې کبله نیوکه کړې چې مشران یې په پاکستان کې دي، تر دې چې ولسمشر غني له پاکستان او طالبانو دواړو غوښتنه کړې چې د خپلو اړیکو په اړه وضاحت وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG