د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

وېسا: واشنګټن بیا د افغانستان پر سر له پاکستان سره معامله پیل کړې


د امریکا، پاکستان او افغانستان ګډ بیرغونه په خپلو نقشو کې
د امریکا، پاکستان او افغانستان ګډ بیرغونه په خپلو نقشو کې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو خپلو ګڼو کې تر ډېره پاکستان ته د طالب پلاوي سفر او لیدنو کتنو باندې لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • وېسا

وېسا ورځپاڼې پاکستان ته د ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د قطر دفتر مشر د یو پلاوي سفر ته په اشارې سره لیکلي، داسې ښکاري چې د امریکا متحده ایالاتو دغې شل ورځنۍ وقفې ته اړتیا لرله.

د لیکوال په باور چې دغه رخصتي په لوېدیځ کې د کرسمس له رخصتیو سره هم مهاله ده چې امریکا او پاکستان ته دا موقع ورکوي، څو د افغانستان د راتلونکي نظام، د حکومت جوړښت او په سیمه کې د افغانستان راتلونکي موقعیت په هکله خپله طرحه پخه کړي.

ورځپاڼې پاکستان ته د ملابرادر او ډاکټر خلیلزاد سفرونه تړلي بللي او د پاکستاني رسنیو د خبرو پر بنسټ یې لیکلي چې امریکا د پاکستان مرسته غوښتلې چې طالبان وهڅوي د جنوري په پنځمه مذاکرات له سره پیل کړي.

خو سرمقاله لیکوونکي بیا ټینګار کړی چې اوس دا څرګنده ده چې د دغو دواړو هېوادونو د بحث اصلي ټکی د افغانستان د راتلونکي نظام څرنګوالی جوړوي او په وینا یې لیدل کېږي چې واشنګټن یو وار بیا د افغانستان پر سر له پاکستان سره معامله پیل کړې.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د ملا عبدالغني برادر ناستې ته اشاره کړې لیکلي چې دواړو لورو د سولې په پروسه کې وروستیو پرمختګونو باندې خبرې کړي دي.

ورځپاڼې د پاکستان د صدراعظم عمران خان دفتر بیان ته اشاره کړې چې ښاغلي خان له طالب پلاوي سره په لیدنه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او د جګړې له دواړو غاړو یې غوښتي چې تاوتریخوالی راکم او اوربند ته لاره هواره کړي.

وړاندې د دفتر د بیان پر بنسټ لیکل شوي چې د جګړې دواړه لوري باید داسې فرصت رامنځته کړي چې په افغانستان کې سوله راشي او پرېنه ږدي چې دغه بهیر له خنډ سره مخ شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي چې اسلام اباد ته د طالبانو د مرکچي مشر ملابرادر په استازولۍ د پلاوي تګ هم په بېلابېله توګه تعبېرېږي، خو په وینا یې لا هم څوک نه شي ويلی چې طالبان به د ملت او نړيوالې ټولنې دا غوښتنې کله ومني؟

د ورځپاڼې په وینا د ملت د غوښتنې خلاف لا هم جګړه او ترهګريز بريدونه دوام لري.

لیکوال وړاندې ویلي چې په قطر کې هم له څه باندې درېيو مياشتو راهيسې د سولې لپاره په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی چې دا د سولې لپاره هيلې مړاوې کوي او د سولې فرصت ننګوي.

ورځپاڼه ټينګار کوي چې د سولې فرصت بايد له لاسه ونه وزي او طالبان دې د سولې له بهير سره يوځای شي.

XS
SM
MD
LG