د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

د افغانستان ملي شورا: حکومت دې د پارلمان د غړو امنیت ونیسي


د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

د ولسي جرګې پر غړي خان محمد وردک باندې هدفي موټر بم برید د افغانستان د ملي شورا د غړو تُند غبرګون پارولی دی.

خان محمد وردک د کابل په پروني موټر بم برید کې ژوبل شوی دی.

د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني او د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار ویلي چې دا هدفي بریدونه او په‌کې د بې‌ګناه خلکو وژل نور د زغملو نه‌دي.

د افغانستان د ملي شورا دواړه جرګې له حکومته غواړي چې د خلکو د استازو او سناتورانو امنیت ونیسي.

د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني په خپل فېس‌بوک په یوه بیان کې لیکلي: "د هدفي ترورونو او د بې‌ګناه خلکو د وژنو دوام د زغملو نه‌دی."

هغه زیاته کړې چې د خپل همکار خان محمد وردک په ټپي کېدو او د نورو ملکیانو په مرګ‌ژوبلې سخت خواشینی دی.

د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار هم پرون د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې حکومت باید د ملي شورا د غړو امنیت ونیسي.

فضل‌الهادي مسلمیار
فضل‌الهادي مسلمیار

ښاغلی مسلمیار زیاتوي: "په حکومت باندې غږ کوو دا دوهمه درېیمه پېښه ده چې په وکیل صاحبانو باندې ترسره کېږي. زموږ او ستاسو سناتورانو ته د هنریار (انارکلي هنریار) صاحب په شمول نورو دوستانو ته تهدیدونه (کېږي). دا ده په خان محمد وردک باندې پېښه ترسره شوه. اداري هیئت په دې رابطه خبرې کوي چې د دوستانو امن او حفاظت دې الله وکړي څنګه وساتل شي؟ دوی ته رسیدګي وشي په عام ډول ټول سناتور صاحبان او د ملي شورا غړي."

د کابل په پروني موټر بم برید کې چې په خوشحال خان مېنه کې شوی ۹ ملکیان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان دي.

دا د یوې اوونۍ په موده کې دوهمه هدفي چاودنه وه چې د ولسي جرګې په غړو وشوه.

لومړی یو تېره اوونۍ په توفیق وحدت و او په وروستي موټر بم برید کې چې ډېره مرګ‌ژوبله یې رسولې خان محمد وردک هدف وګرځېد.

محمد مېرزا کټوازی
محمد مېرزا کټوازی

د ولسي جرګې مرستیال محمد مېرزا کټوازي ازادي راډیو ته پر خان محمد وردک د برید په غبرګون کې ویلي چې طالبانو د خلکو د وژلو لپاره چاودنې او بریدونه زیات کړي او غواړي د ټوپک په زور حکومت وپرځوي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بېګاه ناوخته په خپل ټویټر لیکلي چې دوی څېړنې کړي او ورته معلومه شوې چې د دوی کسان د کابل په چاودنه کې لاس نه‌لري.

حکومت بیا داسې بریدونه د طالبانو کار بولي.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي په خوشحال خان مېنه کې پر خان محمد وردک د بمي برید په سیمه کې رسنیو ته وویل چې دوی د طالبانو د داسې بریدونو د دفاع لپاره پوره تدابیر نیولي.

محمد مسعود اندرابي
محمد مسعود اندرابي

ښاغلي اندرابي زیاته کړې: "په دې وروستیو کې اطلاعات راځي چې د کوېټې شورا جلسې کړي او په‌کې بحثونه شوي چې په ښارونو کې انتحاري او بمي بریدونه زیات کړي. موږ د دغو بریدونو د دفاع لپاره لکه څنګه مو چې د جنګي بریدونو لپاره درلودل ځانګړي تدابیر نیولي دي."

پر خان محمد وردک باندې برید هم د نورو هغو بریدونو په څېر د افغان ولسمشر اشرف غني او نورو لوړپوړو چارواکو له‌خوا غندل شوی.

د ولسمشر غني په حواله ارګ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان دې د افغانانو په وړاندې د ده په خبره له نامشروع جګړې او د عامه تأسیساتو له ویجاړولو لاس واخلي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو خواو د تاوتریخوالي د کمولو او ژر تر ژره اوربند غوښتنه کړې ده.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

هغه وړمه ورځ په خپل ټویټر لیکلي چې د مرګ‌ژوبلو کچه ډېره لوړه ده او د ده په خبره اسلامي جمهوریت او طالبان دې ژر سیاسي موافقې ته ورسېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د وسله‌والو مخالفینو له لوري په تېرو درېیو میاشتو کې په دې هېواد کې ۳۷ انتحاري او ۵۱۰ ماین چاودنې شوي چې له امله‌یې ۵۰۰ ملکیان وژل شوي او ۱۰۵۰ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG