د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

طالبان: داعش په افغانستان کې د ګواښ په توګه نه‌پېژنو


د کابل هوايي ډګر یوه دروازه کې د داعش په چاودنو کې یو شمېر ټپيان شوي افغانان
د کابل هوايي ډګر یوه دروازه کې د داعش په چاودنو کې یو شمېر ټپيان شوي افغانان

د طالبانو د واکمنۍ په ۱۱مه ورځ، کابل یو پخوانی ګواښ، د نویو واکمنو په شتون کې تجربه کړ.

د حامد کرزي هوايي ډګر جنوب لوېدیځه دروازه کې دوه غبرګې چاودنې وشوې چې د مرګ‌ژوبلې شمېره‌یې خورا لوړه ده.

روېټرز خبري اژانس په دې چاودنو کې د وژل شویو شمېر ۸۵ تنه ښودلی چې په‌کې ۱۳ امریکايي عسکر، ۲۸ طالبان او پاتې ملکیان ښودل شوي.

خو طالبان وايي، هېڅ ملګری یې نه‌دی وژل شوی، ځکه دوی هلته نه‌و.

د دې برید مسؤلیت امریکايي چارواکو پر داعش ډلې واچوه، هغه ډله چې طالبان لا یې هېڅ ګواښ نه‌بولي. دوی په مسقيم ډول پر هېڅ کومې ډلې تور نه‌لګوي.

طالبان وايي، هغه سیمې چې دوی پرې واکمن دي، هلته د ترهګریزو پېښو خطر نه‌شته او پرونۍ پېښه داسې سیمه کې شوې چې امنیتي مسؤلیت د امریکايي عسکرو سره و.

د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۰۵» ازادي راډیو ته وویل، داعش ګواښ نه‌دی او کله چې افغانستان کې د بهرنیو غیر ډیپلوماتیک حضور پای ته ورسېږي، د هېڅ لوري له‌خوا به کوم ډول ګواښ پېښ نه‌شي.

د کابل هوايي ډګر یوه دروازه کې د چاودنې لوګي
د کابل هوايي ډګر یوه دروازه کې د چاودنې لوګي

ښاغلی کریمي زیاتوي: "د تېرې ورځې زړه بوږنوونکې پېښه هلته شوې چې د اسلامي امارت مجاهدین نه‌وو، هغه سیمه د امریکايي عسکرو تر کنټرول لاندې وه. د افغانستان ۳۳ ولایتونه د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې دي، هلته ۱۰۰ فیصده امنیت شته او خلک د ارامۍ احساس کوي."

خو د طالبانو په پرتله خلک او یو شمېر شنونکي د داعش له فعالیت اندېښمن دي. دوی د یوه پخواني ګواښ له نویو څپو وېره لري.

طالبانو لا له وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له دې ډلې سره نښتې کړي او ترمنځ‌یې د مرګ‌ژوبلې پراخ راپورونه شته. شنونکي وايي، کېدای شي دا ډله له طالبانو د غچ اخیستو او په افغانستان کې د خپل فعالیت د دوام د ښودو په هدف، ځیني اهداف په نښه کړي.

شنونکي عبدالباري عارض ازادي راډیو ته وویل، د داعش ګواښ لا هم جدي دی.

ښاغلی عارض وايي: "داعش پخوا هم په افغانستان کې یو عمده تهدید پېژندل شوی او اوس چې د طالبانو حاکمیت دی هم داعش د افغانستان لپاره یو مهم تهدید ګڼل کېدلای شي. زه فکر کوم چې د طالبانو یو له مهمو پروګرامونو دا دی چې په لیرې پرتو او نږدې سیمو کې د داعش پر ضد جدي مسلحانه مبارزه وکړي."

د کابل هوايي ډګر هغې دروازه کې د خلکو ګڼه ګوڼه چې په‌کې چاودنې وشوې.
د کابل هوايي ډګر هغې دروازه کې د خلکو ګڼه ګوڼه چې په‌کې چاودنې وشوې.

اوس‌مهال طالبان د افغانستان په ۳۳ ولایتونو حاکم دي، خو د واکمنۍ له پیل‌یې دا د مرګ‌ژوبلې تر ټولو لویه پېښه ده چې پلازمېنه کابل کې کېږي.

د طالبانو له واکمنېدو وړاندې د افغانستان د مخکېني حکومت لوړپوړو امنیتي چارواکو په دې هېواد کې د نږدې ۴۰ ترهګرو ډلو د فعالیت خبره کړې وه او ویلي یې و، په دوی کې بهرني وسله‌وال هم شته.

خو طالبانو په ځلونو ډاډ ورکړی چې د دوی تر کنټرول لاندې افغانستان کې به نوره وینه نه‌تویېږي، هغه ژمنه چې په لومړیو ورځو کې تر پوښتنې لاندې راغله.

XS
SM
MD
LG