د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

د کابل په هوايي ډګر کې پرونۍ حملې له پراخ غبرګون سره مخامخ شوي


د کابل هوايي ډګر دروازې چاودنو کې یو ټپي شوی کس د کابل اېمرجنسي روغتون ته د لېږدولو پر مهال
د کابل هوايي ډګر دروازې چاودنو کې یو ټپي شوی کس د کابل اېمرجنسي روغتون ته د لېږدولو پر مهال

د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې پرونۍ حملې چې باور کېږي انتحاري بریدونه وو، له پراخ غبرګون سره مخامخ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې لسګونه تنه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه بیان کې ویلي چې په دغو بریدونو کې یو شمېر امریکايي پوځیانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ده دا بریدونه پېچلي او ناوړه وبلل.

له بلې‌خوا امریکايي چارواکو اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې د امریکا څو تنه سمندري ځواکونه په دغو بریدونو کې وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.

روېټرز خبري اژانس د نامعلومو سرچینو په قول ویلي چې د امریکا لږترلږه ۴ پوځیان وژل شوي دي.

دواړه بمي بریدونه د هوايي ډګر د یوې دروازې مخته شوي چې زرګونه کسان هلته له هېواده د وتلو په تمه راټول شوي وو.

د کابل هوايي ډګر یوې دروازې ته نږدې د خلکو ګڼه ګوڼه
د کابل هوايي ډګر یوې دروازې ته نږدې د خلکو ګڼه ګوڼه

طالبانو ویلي، دا بمي بریدونه چې ملکي وګړي یې په نښه کړي، په کلکه غندي.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې داعش ډلې د دغو بریدونو مسؤلیت منلی دی.

تر دې بریدونو مخکې امریکا او متحدانو یې له ملکیانو غوښتي وو چې له هوايي ډګره ووځي ځکه چې د داعش ډلې له لوري د بریدونو احتمال شته.

پروني بریدونه د نړیوالو له عکس‌العملونو سره مخامخ شوي دي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون د کابل د هوايي ډګر انتحاري چاودنې وحشیانه ترورېستي حملې وبللې.

ده چې د خپل هېواد د حکومت د بېړنۍ کمېټې غونډې ته خبرې کولې وویل، له بده مرغه د امریکا د پوځ سرتېري او همداراز ګڼ افغانان په دې برید کې وژل شوي دي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

ده زیاته کړه: "دا یوه وحشیانه ترورېستي حمله وه. د کابل په هوايي ډګر کې یو لړ حملې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې وشوې چې په ډېره خواشینۍ د امریکا متحده ایالاتو غړي په‌کې ووژل شول او ډېرو افغانانو ته هم مرګ‌ژوبلې واوښتې. موږ د امریکا له متحده ایالاتو او افغانانو سره خواخوږي کوو."

له بلې خوا د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل وویل چې د دغو بریدونو په اړه مخکې تر مخکې خبرداري ورکړل شوي وو.

اغلې مېرکل وايي: "موږ تر اوسه پورې د دې برید د ټولو جزئیاتو په اړه نه‌پوهېږو. ترورېستانو هغه کسان په نښه کړل چې د هوايي ډګر په دروازو کې وتلو ته انتظار ول. دا خلک د امنیت او ازادۍ په تمه ول. دا په یوه کړکېچن حالت کې ناوړه او ترخه حمله وه. زه د قربانیانو او د هغو د خپلوانو په اړه فکر وړې یم."

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل
د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل

ملګرو ملتونو پرون د کابل د هوايي ډګر پر حملو غبرګون وښود او د قربانیانو له کورنیو سره‌یې خواخوږي څرګنده کړه.

د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک وویل: "ما د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره چې د افغانستان، په تېره بیا د کابل د هوايي ډګر روان وضعیت په ډېره اندېښنه تعقیبوي، خبرې وکړې. دی دا ترورېستي حمله چې یو شمېر ملکي وګړي په‌کې ووژل شول یا ژوبل شول، غندي او د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواشیني څرګندوي. دا پېښه په افغانستان کې د وضعیت بې‌ثباتي ښيي."

ټاکل شوې ده چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر د سې شنبې په ورځ چې د اګسټ ۳۱مه ده، بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG