د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

ویدیو: هوایي ډګر ته نږدې له دوو بریدونو وروسته کابل


ویدیو: هوایي ډګر ته نږدې له دوو بریدونو وروسته کابل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:38 0:00

امریکايي چارواکي باور لري  چې د کابل د نن ورځې د بریدونو مسوول داعش وسله واله ډله ده. د رویترز خبرې اژانس د امریکا د دولت د دوه سرچينو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا چارواکي کلک باور لري چې د داعش ډلې خراسان څانګه د کابل د هوايي ډګر د چاودنو مسووله ده. له دې سره سم د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د کابل پيښه "ترورستي او وحشتناکه برید" بللی. رویترز د طالب چارواکو له قوله لیکلي چې په دې حمله کې ۱۳ ملکیان وژل شوي. خو یو شمېر نورو رسنیو د مړو او ټپیانو شمېر له سلو ډېر ښودلی دی. د برید په وخت کې په زرګونو خلک د دې لپاره چی په افغانستان کې د طالبانو له حاکمیته وتښتني د کابل هوايي ډګر ته راغلي.

XS
SM
MD
LG