د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

جو بایډن: امریکا به د کابل د پرونیو چاودنو عاملین پیدا او سزا ورکړي


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په کابل کې تر دوو انتحاري بمي چاودنو وروسته چې په‌کې امریکايي سرتېرو او عامو افغانانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې د پېښې له عاملینو د غچ اخیستلو خبره کړې ده.

بایډن پرون ماښام په سپینه ماڼۍ کې خبرې کولې او دغه پېښه‌یې په کلکه وغندله.

ښاغلي بایډن وویل: "هغه چا چې دا برید ترسره کړی او هر هغه څوک چې امریکا ته زیان رسوي ، موږ به‌یې ونه‌بخښو او موږ به‌یې هېر نه‌کړو. موږ به تاسو ومومو او حساب به درسره وکړو. زه به په هر ګام سره له خپلو خلکو او ګټو دفاع وکړم."

بایډن هغه امریکایي سرتېري چې په پرونۍ پېښه کې وژل شوي د اتلانو په توګه یاد کړل او ویې‌ویل چې دوی په یوه خطرناک مأموریت کې د نورو د ژغورلو لپاره ځان قرباني کړ.

د امریکا لوړپوړو پوځي چارواکو وویل، پرون ماښام د کابل هوایي ډګر یوې دروازې ته نږدې په دوو انتحاري حملو کې لږترلږه ۱۳ امریکایي عسکر ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

د کابل پرونیو چاودنو یو شمېر ټپیان روغتون ته د لېږدولو پر مهال
د کابل پرونیو چاودنو یو شمېر ټپیان روغتون ته د لېږدولو پر مهال

په کابل کې د پرون ماښام په چاودنو کې لږ تر لږه ۶۰ تنه ملکي افغانان وژل شوي دي. د اسوشیټډ پرس په وینا، ۱۴۳ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د مرګ‌ژوبلو شمېر د بدلېدو په حال کې دی او وېره‌یې شته چې د مړو یا ټپیانو ارقام لا پسې لوړ شي.

روېـټرز اژانس ته بیا د طالبانو یو چارواکی وايي چې په وژل شویو کې د طالبانو لږ تر لږه ۲۸ کسان هم شامل دي. د دغه طالب چارواکي نوم نه‌دی یاد شوی، خو په حواله‌یې زیاته شوې: " موږ تر امریکایانو ډېر خلک له لاسه ورکړل."

د داعش خراسان څانګې په یوه بیان کې وویل چې یوه انتحاري بریدګر یې افغان ژباړونکي او د امریکا د پوځ همکاران په نښه کړل.

ولسمشر بایډن وویل دا ترهګریز برید به متحده ایالات له هغه هوډه شاته نه‌کړي چې زرګونه امریکايان او له خطر سره مخ افغانان له افغانستانه راباسي او دې چارې ته به دوام ورکړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر وویل چې په تېرو ۱۲ ورځو کې له یو لکو څخه ډېر خلک له افغانستان څخه ایستل شوي دي.

د کابل هوايي ډګر کې یو شمېر افغانان چې په پوځي الوتکو کې له افغانستانه ایستل کېږي
د کابل هوايي ډګر کې یو شمېر افغانان چې په پوځي الوتکو کې له افغانستانه ایستل کېږي

بایډن چې د اګسټ ۳۱مه‌یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه ټاکلې، وايي په راتلونکو څو ورځو کې د وتلو مأموریت بشپړولو لپاره کافي وخت شته.

په کابل کې پروني انتحاري بریدونه داسې وخت وشول چې په زرګونه خلک د شااوخوا دوه اوونیو راهیسې د هوایي ډګر د دروازو تر شا راټول شوي او له افغانستان څخه د وتلو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG