د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۱۲

نور نه اپډېټ کېږي: افغانستان کې شېبه په شېبه بدلېدونکي امنیتي او سیاسي حالات


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري، په مسکو کې طالب پلاوی
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري، په مسکو کې طالب پلاوی

دا پاڼه وخت په وخت تازه کېږي او بیا ورته مراجعه کولای شئ.

نوي څه دي؟

په کابل کې د طالبانو پر یوه موټر چاودنه شوې.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي په کابل کې نن سهار د نا امنۍ په یوه پېښه کې د طالبانو په ګډون د څو ماشومانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي فرانسپرس اژانس ته وویل چې دا پېښه نن سهار مهال د کابل په دهمزنګ کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو چا یو لاسي بم د طالبانو یوه موټر ته ورګوزار کړ چې له امله‌یې دوه طالب ساتونکي ټپیان شول.

یوه بل چارواکي بیا په دې پېښه کې د نږدې ښوونځي د څلورو زده‌کوونکو ماشومانو د ټپي کېدو خبره کړې ده.

بشپړ جزئیات دلته ولولئ:​

روسیه وايي مسکو، پیکېنګ او اسلام‌اباد له افغانستان سره مرستو ته چمتو دي

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، مسکو، پیکېنګ او اسلام‌اباد له افغانستان سره مرستو ته چمتو دي.

د روسیې، چین او پاکستان چارواکو پرون په مسکو کې د غونډې پر مهال دا ژمنه وکړه.

تمه ده چې نن د مسکو په غونډه کې د دې مرستو په اړه خبرې وشي.

په دې غونډه کې به تر ۱۰ د ډېرو هېوادونو استازي ګډون وکړي، هند چې له افغانستان سره‌یې په تېرو دوو لسیزو کې شااوخوا درې میلیارده ډالره مرسته کړې او دا د سیمې تر بل هر هېواده په دې موده کې ډېره مرسته ده پر کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته اندېښنه لري، خو وایي چې د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په کچه استازی به د مسکو غونډې ته ولېږي.

په دې غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو استازی برخه نه‌اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ند پرایس وایي: " موږ د مسکو په خبرو کې برخه نه‌اخلو."

طالبان چې پلاوی یې د مسکو په غونډه کې برخه اخلي وایي چې د دوی هڅه به دا وي چې حکومت‌یې په رسمیت وپېژندل شي.

د دې راپور بشپړ جزئیات دلته ولولئ:​

د پیسو نړیوال صندوق (IMF) خبرداری ورکړ چې د افغانستان اقتصاد به سږکال له ۲۰ تر ۳۰ فیصده پورې له رکود سره مخامخ شي.

د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا لپاره د پیسو د نړیوال صندوق د رئیس جهاد ازعور په وینا د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره به افغانان نورو سیمو او نورو هېوادونو ته مخه کړي.

ازعور زیاته کړه: "څه چې موږ یې وړاندوینه کوو او ورته اندېښمن یوو، همدا د افغانستان اقتصادي رکود دی چې د ۲۰ او ۳۰ په سلو کې ترمنځ به وي. دا وضعیت په لکونو یا ملیونونو کسان له ستونزو سره مخامخوي، د کډوالو او په کور دننه د بې‌ځایه شویو مسئله شته. د اساسي اجتماعي خدماتو مسئله هم مطرح ده. د ښځو او پېغلو لپاره زده‌کړې او روزنه نه‌شته او دا ډېره مهمه مسئله ده."

د پیسو د نړیوال صندوق د راپور له مخې وروسته تر دې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل نیولی افغانستان له څو جدي ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د ای‌اېم‌اېف په پروني راپور کې راغلي چې د افغانۍ ارزښت ټیټ شوی، د خلکو د اخیستو وس کم شوی او په ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو پناه اخیستل زیات شوي دي.

دا راپور څرګندوي چې پروسږکال په افغانستان کې درې نیم ملیونه په کور دننه بې‌ځایه شوي وو او په بهر کې د افغان کډوالو شمېر تېر کال شااوخوا درې ملیونه ګڼل شوی و چې نیم‌یې په پاکستان کې دي.

د دې راپور بشپړ جزئیات دلته ولولئ:

د طالبانو حکومت وايي، د مسکو په غونډه کې له یوه روښانه پیغام سره ګډون کوي.

طالب چارواکي وايي، د خپلو غوښتنو یو بشپړ نوم‌لړ هم لري چې دې کنفرانس کې به د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره پرې خبرې وکړي.

تمه ده په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه، سبا د چهارشنبې په ورځ وشي چې په کې به د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوی ګډون وکړي.

په ورته وخت کې تهران او نوي ډیلي هم پلان کړې چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه د ګاونډیو او د سیمي هېوادونو په کچه غونډې جوړې کړي.

جزییات په دې راپور کې ولولئ:

زلمي خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي له دندې استعفی ورکړې.

بېګا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دا اعلان وکړ.

بلېنکن له خلیلزاده مننه کړې چې د ده په خبره لسیزې یې د امریکا متحده ایالاتونو لپاره نه ستړی کېدونکی خدمت وکړ.

بشپړ راپور ددې تړوني په کېکاږلو سره ولولئ:

مسکو نن او سبا د افغانستان په تړاو د یوې نړیوالې ناستې کوربه دی.

دا د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته د مسکو فارمټ لومړنۍ ناسته ده چې تمه کېږي د وروستیو تحولاتو په تړاو په کې بحث وشي.

امریکا متحده ایالاتونو ویلي، له مسکو فارمټ سره لېوالتیا لري، خو د دې اوونۍ غونډې ته نه ورځي.

طالبانو تایید کړې چې د دوی یو لوړپوړی پلاوی په دې ناسته کې ګډون کوي.

مسکو فارمټ کې له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې د افغانستان د مسالو اړوند د روسیې، چین، پاکستان او امریکا استازي بحث کوي.

بشپړ راپور یې ددې تړوني په کېکاږلو سره ولولئ:

طالبانو وايي د افغانستان په اړه د مسکو غونډه کې ګډون کوي

مسکو د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۲۸» د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی.

دغې غونډې ته د طالبانو، امریکا، چین او پاکستان استازي وربلل شوي دي.

طالبانو د افغانستان په اړه د مسکو په راتلونکې غونډه کې خپل ګډون تأیید کړ.

طالبان وايي د دوی د رئیس‌الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوی به په دې غونډه کې د دوی په خبره د افغانستان استازیتوب وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد پرون ماښام د مسکو په غونډه کې د طالبانو د پلاوي د ګډون په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د اسلامي امارت یو پلاوی چې مشري یې د رئیس‌الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي کوي، د مسکو په کنفرانس کې ګډون کوي او د افغانستان استازیتوب به وکړي."

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو په غونډه کې د طالبانو د پلاوي ګډون تأیید کړی و، خو دا یې نه‌و ویلي چې په پلاوي کې څوک شامل دي.

د متحده ایالاتو، چین او پاکستان استازي به په غونډه کې برخه واخلي، مګر روېټرز راپور ورکړ چې مسکو د هند او ایران له استازو هم غوښتي و چې دې غونډې ته ورشي.

د دې راپور بشپړ جزئیات دلته ولولئ:

د روغتیا نړیوال سازمان: یو وار بیا افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلوو

د روغتیا نړیوال سازمان راتلونکې میاشت وروسته له درېیو کلونو یو وار بیا په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلوي.

دا کمپاین به د نومبر په ۸مه پیل شي او هغه ۳،۳ ملیون ماشومان به هم واکسین شي چې وړاندې ترې محروم وو.

دا په تېرو ۳ کلونو کې لومړی ځل دی چې په ټول افغانستان کې له ۵ کلونو کم‌ عمره ماشومانو ته په ټولیز شکل د ګوزڼ ضد واکسین ورکول کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، دې کمپاین کې به هغه ۳،۳ میلیون ماشومان هم واکسین شي چې تېر کلونه د بېلابېلو لاملونو له امله ترې محروم وو.

له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان او د مخکېني حکومت چارواکو طالبان تورن کړي و چې ګنې په یو شمېر سیمو کې یې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین د ورکړې مخه نیولې، خو طالبانو دا تورونه رد کړي او له تازه هوکړې هرکلی کوي.

په افغانستان کې کور په کور ماشومانو ته د پولیو د واکسین کمپاین هغه مهال له ستونزو سره مخ شو چې په ننګرهار کې د روان کال د جون په ۱۵مه، په یوه ورځ ۵ واکسیناتوران ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

خو په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی داپنګ لو یو د دې کمپاین نوی پیل مهم ګام بولي او وايي، د پولیو واکسین باید لومړیتوب وي.

د دې راپور بشپړ جزئیات دلته ولولئ:

طالبان وايي پر افغانستان نړیوالو بندیزونو او فشارونو د داعش روحیه پیاوړې کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، پر افغانستان نړیوالو بندیزونو او فشارونو پر حکومت ناوړه اغېز کړی او د دې لامل شوي چې د داعش روحیه پیاوړې کړي.

امیر خان متقي که څه هم د دې فشارونو په اړه وضاحت نه‌ورکوي، خو د افغانستان د بانکي زېرمې کنګل کېدل او د نړۍ له‌خوا د دوی د حکومت په رسمیت نه‌پېژندل، د افغانانو پر حقونو تېری بولي.

ښاغلی متقي د ترکیې له اناتولي خبري اژانس سره مرکه کې په افغانستان کې د داعش وروستیو بریدونو ته په اشارې وايي، دا ډله نظامي ځواک نه‌لري، خو هڅه کېږي چې اوسنی حکومت کمزوری وښودل شي.

ښاغلی متقي زیاتوي: "داعش په افغانستان کې کوم مرکز نه‌لري، خو تبلیغات ورته کېږي چې د افغانستان اوسنی حکومت کمزوری وښيي. له بېرون پر حکومت فشارونه زیاتېږي او له دې فشارونو داعش مورال او حوصله اخلي. هغه بندیزونه چې پر افغانستان لګېدلي، لکه په رسمیت د حکومت نه‌پېژندل، دا ټول هغه څه دي چې د داعش حوصله لوړوي."

ښاغلی متقي، دا څرګندونې داسې مهال کوي چې داعش ډلې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په کابل، پروان، ننګرهار، کندز او کندهار کې بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې لسګونو ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دې راپور بشپړ جزئیات دلته ولولئ:

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان یوه چارواکې وايي که څه هم د طالبانو له‌خوا د منځنیو ښوونځیو د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو بیاپرانیستلو احتمال یو ښه خبر دی، خو د نجونو او ښځو له حقونو د طالبانو سرغړونې لا هم دوام لري.

دې چارواکې وايي، طالبان که غواړي نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي، حکومت‌یې په رسمیت وپېژندل شي او له نړۍ سره مشارکت وکړي، نو د دې لپاره د نړۍ شرایط هم باید ومني.

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مدیرې هیدر بار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په‌کار ده لومړی طالبان په ټول هېواد کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د تعلیم امکان یقیني کړي.

د دې په وینا، ځینو اسلامي هېوادونو هم طالبانو ته د نجونو د تعلیم پر اهمیت خبرې کړي، خو طالبان لا هم پر خپل افراطي دریځ ټینګار کوي.دا زیاتوي، طالبانو له کله چې د اګسټ په نیمايي کې پر افغانستان ولکه تینګه کړې، د ښځو له حقونو یې هم سرغړونو ته دوام ورکړی دی: "که څه هم د قطر او پاکستان په څېر هېوادونو ویلي چې د نجونو تعلیم مهم دی، خو طالبان‌یې نه‌مني او د نجونو پر تعلیم د محدودیت ترڅنګ‌یې د ښځو پر کار او ګرځېدو راګرځېدو هم محدودیت لګولی. دا ښه خبر دی چې د نجونو ځیني منځني ښوونځي بېرته پرانیستل شوي، خو که دا په ټول هېواد کې پرانیستل شي، دا به یو مهم ګام وي، خو ځینې نورې برخې شته چې دوی د ښځو حقونه په ځانګړي ډول د کار او د ګرځېدو راګرځېدو په برخه کې تر پښو لاندې کوي."

هیدر بار وايي، فکر نه‌کوي چې طالبان دې د خپلې حکومتوالۍ په بڼه کې بدلون راولي.

د هغې په خبره د طالبانو ټول اقدامات له لومړیو ورځو داسې دي چې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي.

خو طالبان بیا ادعا کوي چې د نجونو د تعلیم د بیا پیل لپاره پر یوه طرزالعمل کار روان دی.

د دې راپور بشپړ جزئیات دلته ولولئ:

کندهار کې د جومات چاودنې لسګونه کسان وژلي

په کندهار ښار کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د مرګونې انتحاري حملې د مړو شمېر ۴۷ کسانو ته ورسېد.

د کندهار د اطلاعاتو کلتور رییس تېر ماښام ازادي راډیو ته په یوه غږیز پیغام کې وویل چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه اویا نور کسان ټپيان شوي دي.

له دې مخکې د کندهار روغتيايي چارواکو اندېښنه څرګنده کړې وه چې ښايي د دې حملې د تلفاتو په شمېر کې نور زیاتوالی راشي.

بشپړ راپور ددې تړوني په کېکاږلو سره ولولئ:

د روسیې ولسمشر وايي، د ده د هېواد د اطلاعاتو له مخې د اسلامي دولت ډلې یا داعش اړوند شااوخوا دوه زره جنګیالي د افغانستان په شمال کې فعال دي.

ولادیمیر پوتین پرون د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو سرمشریزې ته وویل چې داعش ډله منځنۍ اسیا او د روسیې د نفوذ په ساحه کې پرتو جمهوریتونو ته د نفوذ هڅه کوي.

پوتین دا څرګندونې داسې مهال کوي چې مسکو به د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ له طالبانو سره د یوې غونډې کوربه وي او له هغه یوه ورځ مخکې به په مسکو کې د روسیې، امریکا، چین او پاکستان څلور اړخیزه غونډه جوړه شي.

په دې اړه نور تفصیل ددې تړوني په کېکاږلو سره ولولئ:

د کندهار ښار د لومړی حوزې اړوند د شیعه ګانو په لوی جومات یا امام بارګاه کې د نن ورځې د انتحاري حملې د وژل شویو کسان شمېر ۳۶ او د ټپیان شمېر ۷۰ ته لوړ شوی دی.

د کندهار د اطلاعاتو امر شمس صمیم ازادي راډیو ته وویل: "نن غرمه د جمعې د لمانځه پرمهال د اهل تشیع په امام بارګاه کې یو ځانمرګي بریدګر ځانته چاودنه ورکړه چې په پېښه کې ۳۶ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي"

د کندهار میرویس روغتون ته د پېښې له ځایه ۳۴ مړي او ۶۹ ټپیان ور وړل شوي دي.

د دغه روغتون سرطبیب ډاکټر محمد قاسم ازادي رادیو ته وویل چې په ټپیانو کې د یو شمېر کسانو حالت نازک دی.

بل خوا د پېښې عیني شاهدان د حمله کوونکو شمېر دوه تنه ښيي.

د ازراپي په نوم د پېښې یو عیني شاهد ازادي راډیو ته وویل چې یو حمله کوونکي د جومات په دروازه کې د امنیتي کسانو له خوا وویشتل شو او دوهم په جومات کې دننه ځانته چاودنه ورکړه.

دی وايي: "موږ د جمعې د لمانځه لپاره راغلي وو، یوه حمله کوونکي د لمونځ کوونکو په منځ کې ځان پټ کړی وو، دوهم غوښتل چې راشي هغه زموږ د امنیتي کسانو له خوا وویشتل شو، دوهم یې د لمونځ کوونکو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه."

تر اوسه د دې حملې مسوولیت چا نه دی منلی.

هاخوا د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما ویلي په افغانستان کې ترهګري دوام لري. دوی دا خبره د کندهار د نننۍ لویې چاودنې په غبرګون په خپل ټوېټر کړې ده.

یوناما لیکلي چې په مذهبي او عبادت ځایونو دا ډول بریدونه په کلکه غندي او عاملین یې باید محاکمه او مجازات شي.

د کندهار د برید په تړاو یو شمېر نورو کسانو هم غبرګون ښودلی.

له دې ډلې په دوحه کې د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوتزل هم په یوه لنډ بیان کې د کندهارچاودنه غندلې ده.

پوتزل لیکلي، اوس چې افغانستان کې د سولې لپاره چانس شته دا ډول ناوړه بریدونه باید سمدستي ودریږي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کندهار په امام بارګاه فاطمي جامع جومات کې برید بشري ضد جنایت بللی او غندلی یې دی.

کرزي په خپل ټوېټر لیکلي چې دا عمل د افغانستان د سولې، ثبات او یووالي پر وړاندې د پردیو یوه ښکاره دسیسه ده.

تردې یوه اوونۍ وړاندې د کندز ښار په سیداباد ګذر کې د شیعه ګانو پر جومات د برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې منلی وو.

د هغه ځانمرګي برید مسوولیت داعش یا اسلامي دولت ډلې منلی و او پکې شاوخوا پنځوس کسان وژل شوي وو او له ۱۴۰ زیات نور ټپیان وو.

په دې اړه نور دلته لوستلی شئ.

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام څخه

رویټرز خبري اژانس د پاکستان، هندوستان او نیوزیلانډ د ټیمونو او یو شمېر لوبغاړو چې افغانستان به ورسره په دویم ګروپ کې مخ وي د وړتیاوو یادونه کړې او د افغانستان د کرکټ د ټیم په اړه یې ویلي، د شل اوریزو لوبو په فارمټ کې د افغانستان لوبډله یوه له پیاوړو راپورته کیدونکو لوبډلو څخه ده.

خو د رویټرز په وینا په کابل کې د طالبانو بیا واکمنېدو د افغانستان د کرکټ پر ملي ټیم اغیزې کړې دي.

په دې اړه تفصیل دلته ولولئ

بیل کلینټن روغتون کې دی

د امریکا پخوانی ولسمشر بېل کلېنټن روغتون کې بستر شوی، خو ویل شوي چې ناروغي یې کرونا سره تړاو نه لري. کلینټن په ۲۰۰۴ او ۲۰۱۰ کال کې جراحي عملیات شوی هم دی او پخوا یې د زړه له درده رنځ ووړ. په دې اړه نور دلته لوستلی شئ

له انځوریزې برخې

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست له ترکي چارواکي سره وکتل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:50 0:00

دا اوریدلی شئ:

درېیمه یو ساعته خپرونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 1:00:00 0:00

XS
SM
MD
LG