د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

روسیه: مسکو، پیکېنګ او اسلام‌اباد له افغانستان سره مرستو ته چمتو دي


کابل ښار کې یو وسله‌وال طالب
کابل ښار کې یو وسله‌وال طالب

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، مسکو، پیکېنګ او اسلام‌اباد له افغانستان سره مرستو ته چمتو دي.

د روسیې، چین او پاکستان چارواکو پرون په مسکو کې د غونډې پر مهال دا ژمنه وکړه.

تمه ده چې نن د مسکو په غونډه کې د دې مرستو په اړه خبرې وشي.

په دې غونډه کې به تر ۱۰ د ډېرو هېوادونو استازي ګډون وکړي، هند چې له افغانستان سره‌یې په تېرو دوو لسیزو کې شااوخوا درې میلیارده ډالره مرسته کړې او دا د سیمې تر بل هر هېواده په دې موده کې ډېره مرسته ده پر کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته اندېښنه لري، خو وایي چې د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په کچه استازی به د مسکو غونډې ته ولېږي.

په دې غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو استازی برخه نه‌اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ند پرایس وایي: " موږ د مسکو په خبرو کې برخه نه‌اخلو."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ند پرایس وایي: "موږ د ماسکو په خبرو کې برخه نه اخلو."
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ند پرایس وایي: "موږ د ماسکو په خبرو کې برخه نه اخلو."

طالبان چې پلاوی یې د مسکو په غونډه کې برخه اخلي وایي چې د دوی هڅه به دا وي چې حکومت‌یې په رسمیت وپېژندل شي.

د طالبانو د رژیم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل : "د اسلامي امارت استازی چې مسکو ته ځي هغوی به د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو په موضوع خبرې وکړي او داسې د هغو هېوادونو چې په سیمه کې دي او اندېښنې ورته پیدا شوې دي د هغوی د اندېښنو د رفع کېدو په اړه به خبرې وکړي همداراز به په تجارتي برخه کې خبرې وشي."

ذبیح‌الله مجاهد وایي، د مسکو په غونډه کې به طالب استازي د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه بحثونه وکړي
ذبیح‌الله مجاهد وایي، د مسکو په غونډه کې به طالب استازي د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه بحثونه وکړي

طالبانو چې د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیو تر اوسه‌یې حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل پر دې بحث نه‌کوو.

سرګي لاوروف وایي: "د سیمې د اکثرو نورو اغېزمنو هېوادونو په څېر موږ له طالبانو سره په تماس کې یوو. موږ دوی هڅوو چې پر هغو ژمنو چې له واکمنېدو وروسته‌یې کړې دي بشپړ عمل وکړي چې په دې کې ټول‌شموله حکومت چې مختلف قومي او سیاسي کسان په‌کې وي، څو دا حکومت د ټولنې د سیاسي نظر استازیتوب وکړي. د طالبانو د په رسمیت پېژندلو مسئله د اوس لپاره تر بحث لاندې نه‌ده او دا خبره مو ښکاره کړې ده."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه بحث نه‌کوو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه بحث نه‌کوو.

د امریکا متحده ایالاتو هم ویلي دي چې د طالبانو حکومت تر هغو په رسمیت نه‌پېژني چې په خپلو ژمنو په ځانګړي ډول د بشري حقونو په برخه کې یې عمل نه‌وي کړی.

د واشنګټن په رسمیت پېژندل د دې لپاره هم طالبانو ته مهم دي چې د افغانستان د مرکزي بانک اسعاري زېرمې چې شااوخوا نهه نیم میلیارده ډالره کېږي ترلاسه کړي.

د امریکا د خزاني وزارت مرستیال والي اډیمو پرون په واشنګټن کې د سنا د بانکي چارو کمېټې ته وویل چې تر دې دمه طالبان په داسې موقف کې نه‌دي چې د افغانستان د مرکزي بانک زېرمه وروسپارل شي.

ښاغلي اډیمو زیاته کړه چې پر طالبانو به بندیز ادامه پیدا کړي او په ورته وخت کې به متحده ایالات له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG