د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

ولسمشر پوتین: د افغانستان شمال کې د داعش د غړو شمېر ۲ زره ته رسېږي


ارشیف، د داعش یو شمېر غړي
ارشیف، د داعش یو شمېر غړي

ولسمشر ولادیمیرپوتین د افغانستان په شمال کې د اسلامي دولت ډلې- داعش د اړوندو جنګیالیو حضور د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره یو ګواښ بولي.

ښاغلي پوتین پرون جمعه د تلې په ۲۳مه د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو په سرمشریزه کې د وینا پرمهال وویل چې د داعش ډلې هدف د مذهبي کړکېچونو او د سیمې د خلکو ترمنځ د کرکې پارول دي.

پوتین زیاته کړه: "زموږ د معلوماتو له مخې د افغانستان په شمال کې د اسلامي دولت ډلې د غړو شمېر لږ تر لږه ۲ زره کسانو ته رسېږي. د دوی مشران غواړي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو او د روسیې جمهوریتونو ته نفوذ وکړي. په دې توګه دوی غواړي په سیمه کې بحران او مذهبي کرکه پیاوړې کړي."

پوتین وايي چې ښايي ځینې تروریستان په پام کې ولري چې د کډوالو په نوم د منځنۍ اسیا هېوادونو او د روسیې په قلمرو کې پرتو جمهوریتونو ته ننوځي.

ولسمشر ولادیمیرپوتین
ولسمشر ولادیمیرپوتین

د روسیې ولسمشر په داسې حال کې سیمې ته له افغانستانه، د داعش ډلې د ګواښونو په اړه خبرداری ورکوي چې دې ډلې په افغانستان کې د څو مرګونو بریدونو مسوولیت منلی دی.

د اګسټ په ۲۶مه د کابل په هوايي ډګر کې چاودنه او په کندز کې د اکتوبر د اتمې نېټې چاودنه هغه مثالونه دي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هغو مسوولیت اسلامي دولت ډلې منلی.

پوتین د داعش په اړه له دې څرګندونو مخکې همدا راز د ګډو ګټو له خپلواکو هېوادونو وغوښتل چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو کې دې بېړه نه کوي.

هغه د دې هېوادونو له مشرانو وغوښتل چې په کابل کې د نوي حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه له سلامشورو وروسته پرېکړه وکړي.

خو د روسیې ولسمشر په عین حال کې ټينګار وکړ چې له طالبانو سره به د روسیې تماسونه دوام وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د مسکو په غونډه کې به د دوی د پلاوي مشري، د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي کوي.

له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي و چې مسکو د چهارشنبې په ورځ د طالبانو پلاوي ته سترګې په لاره دی څو له هغوی سره د افغانستان په اړه یو لړ سلامشورې وکړي.

ټاکل شوې چې له دې یوه ورځ مخکې په مسکو کې د روسیې، متحدوایالاتونو، پاکستان او چین څلوراړخیزه غونډه هم جوړه او د افغانستان د وضعیت په اړه بحثونه په کې وشي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG