د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

امریکا: له طالبانو سره مو پر امنیت، ترورېزم او ځینو نورو کلیدي مسایلو خبرې کړي


طالب چارواکي
طالب چارواکي

د امریکا متحده ایالات وايي، د امریکایي هیئت او د طالبانو د استازو ترمنځ خبرې پر امنیتي مسایلو، د ترورېزم په وړاندې پر مبارزه او د افغانستان په اړه پر نورو کلیدي مسایلو راڅرخېدې.

دواړو لورو د شنبې او یکشنبې په ورځو د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې سره وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس پرون ناوخته په یوه بیانیه کې وویل چې د امریکايي هیئت خبرې له افغانستانه د امریکا او نورو هېوادونو د وګړو او د هغوی د افغان شریکانو د خوندي وتلو پر موضوع متمرکزې وې.

د ده په خبره، په دغو بحثونو کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول په ټولو برخو کې د نجونو او ښځو د بامفهومه مشارکت موضوع هم شامله وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، دواړو لورو له افغانانو سره په مستقیم ډول د امریکا د بشري مرستو د رسولو په باب هم خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس

ده وویل، دا سپینې خبرې وې او په مسلکي ډول مخ ته لاړې او د امریکا هیئت ټینګار وکړ چې د طالبانو په باب به د دوی د وینا له مخ نه، بلکې د دوی د کړنو له مخې قضاوت کېږي.

په اګسټ میاشت کې له افغانستانه د امریکا د ټولو ځواکونو له وتلو او پر افغانستان د طالبانو د ولکې تر ټینګولو وروسته دا د امریکا او طالبانو ترمنځ لومړۍ مستقیمې خبرې وې.

امریکايي چارواکو ویلي چې په قطر کې شوې خبرې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو معنی نه‌لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند تر دغو خبرو مخکې طالبانو ویلي وو چې واشنګټن په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د بشري مرستو په باب موافقه کړې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه غړي سهیل شاهین اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي و، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ډاډ ورکړی چې دغه ډله اجازه نه‌ورکوي، افراطي ډلې د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو د حملې لپاره کار واخلي.

طالبانو د شنبې په ورځ ویلي و چې د امریکا له متحده ایالاتو سره په افغانستان کې په داعش ډلې پورې د تړلو کسانو د حملو د مهارولو لپاره همکاري نه‌کوي.

طالبان ټینګار کوي چې کولای شي په یوازې سر په افغانستان کې د داعش افراطي ډلې په وړاندې مبارزه وکړي.

د داعش ډلې خراسان څانګې په وروستیو کې په افغانستان کې د ځینو خونړیو حملو مسؤلیت منلی دی چې تر ټولو تازه‌یې د جمعې په ورځ په کندز ولایت کې د شیعه­‌ګانو پر یوه جومات ځانمرګی برید و.

د جمعې په ورځ په کندز ولایت کې د شیعه­‌ګانو پر یوه جومات ځانمرګی برید
د جمعې په ورځ په کندز ولایت کې د شیعه­‌ګانو پر یوه جومات ځانمرګی برید

په هغه پېښه کې شااوخوا ۵۰ کسان ووژل شول او تر ۱۴۰ زیات نور ټپیان شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ویلي چې د دوحې په خبرو کې د امریکایي هیئت په جوړښت کې د بېلابېلو ادارو استازي شامل وو.

په قطر کې د دغو خبرو تر پیل مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د امریکا د هیئت په ترکیب کې شامل نه‌وي.

XS
SM
MD
LG