د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

طالب چارواکي وايي امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه کړې


طالب چارواکي
طالب چارواکي

د طالبانو تر بیا واکمنېدو راوروسته لومړی وار و چې طالب چارواکي له امریکایانو سره په دوحه کې خبرو ته کېناستل.

دا وار خبرو کې چې تر یکشنبې ناوخته روانې وې د اسوشیټډ پرس د یوه راپور په اساس چې بېګا ناوخته خپور شو، امریکايي چارواکو له طالبانو سره ژمنه کړې چې له افغانستان سره به بشري مرستې کوي.

د طالبانو په حواله دا هم راغلي چې امریکا په عین حال کې له دې ډډه کړې چې د دوی نوی رژیم دې په رسمیت وپېژني.

د طالبانو د سیاسي دفتر د غړي او یوه ویاند سهیل شاهین په حواله اسوشیټډ پرس لیکلي چې خبرې ډېرې ښې مخته ولاړې.

د طالب ویاند په حواله زیاته شوې امریکا وروسته له هغه د بشري مرستو موافقه وکړه چې دا ډول مرستې دې د طالبانو له رسمي پېژندنې سره نه ته تړل کېږي.

د طالبانو غړی او یو ویاند سهیل شاهین
د طالبانو غړی او یو ویاند سهیل شاهین

امریکايي چارواکو تر دې دمه په دوحه کې د طالبانو له چارواکو سره د خپلو خبرو په تړاو جزئیات نه‌دي خپاره کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی له کابله د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی او هلته‌یې لومړی له قطري او بیا امریکايي چارواکو سره خبرې کړي.

تر دې مخکې راپورونو کې ویل شوي چې د دوحې د خبرو اصلي ټکي د امریکا له‌خوا د افغانستان نږدې ۱۰ میلیاردو ډالرو کنګل شویو پیسو بېرته خلاصون دی.

د طالبانو د واکمنېدو په دوام د امریکا حکومت د افغانستان نږدې ۱۰ میلیارده پیسې چې له دغه هېواد سره وې کنګل کړې څو د طالبانو لاسرسی ورته بند شي.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې په قطر کې د دواړو خواوو ترمنځ په مهمو مسئلو باندې بحث شوی دی.

مجاهد زیاته کړه: "ډیپلوماتیک مسایل، له نورو هېوادونو له هغې ډلې له امریکا سره د افغانستان ښې اړیکې، د افغانستان د کنګل شویو پیسو خلاصون چې د افغانانو حق دی او همدارنګه اندېښنو او پوښتنو ته له ډیپلوماتیکو لارو د حل پیدا کول دا ټول مهم مسایل دي چې په غونډو کې یادېږي."

ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې په قطر کې د دواړو خواوو ترمنځ په مهمو مسئلو باندې بحث شوی دی
ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې په قطر کې د دواړو خواوو ترمنځ په مهمو مسئلو باندې بحث شوی دی

طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیو او ورسره سمدستي امریکا او متحدینو یې د خپلو زرګونه اتباعو او عسکرو او هم لسګونه زره افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو د ایستلو چټک مأموریت پیل کړ.

په نږدې ۱۵ ورځو کې د رسمي شمېرو له مخې له ۱۲۴ زرو زیات کسان د امریکا او نورو متحدینو په مټ له افغانستان وایستل شول او ورسره د اګسټ په وروستیو کې په افغانستان کې د امریکا پوځي مأموریت او حضور رسماً پای ته ورسول شو.

طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې هڅې پیل کړي چې د نړۍ له هېوادونو سره اړیکې وپالي، خو تر اوسه پورې هېڅ یوه هېواد د دوی رژیم په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

لوېدیځو هېوادونو ویلي که طالبان غواړي په رسمیت وپېژندل شي باید د بشري حقونو، په تېره بیا د ښځو د مساوي ونډې په څېر مهم مسایل په پام کې ونیسي.

که څه هم له طالب چارواکو سره د لیدنې لپاره ګڼ بهرني ډیپلوماتان په وروستیو اوونیو کې کابل ته تللي، خو دا لومړی وار وو چې له واکمنېدو راوروسته لوړپوړی طالب پلاوی بهر ولاړ او له امریکايي چارواکو سره‌یې خبرې وکړې.

له طالب چارواکو سره د یو شمېر بریتانیايي ډپيلوماتو لیدنه
له طالب چارواکو سره د یو شمېر بریتانیايي ډپيلوماتو لیدنه

له ترهګرۍ سره د مبارزې څرنګوالی او د روغتیايي مرستو دوام د کنګل شویو پیسو د خلاصون ترڅنګ له مهمو مسایلو وو چې د راپورونو په اساس د دوحې په دوه ورځنیو بحثونو کې طالبانو او امریکايي چارواکو پرې خبرې کړې دي.

د امریکا له‌خوا د افغانستان د نهو میلیاردو او ۶۰۰ ملیونه ډالرو کنګول د دې لامل شول چې د طالبانو اداره له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

ډېرو دولتي مأمورینو له شااوخوا دوو میاشتو معاشونه نه‌دي ترلاسه کړي او خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

طالبانو ویلي چې د امریکا له‌خوا د کنګل شویو پیسو خلاصون به ګڼې اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

XS
SM
MD
LG