د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

ترکیه: افغانستان سره مرسته کوو خو د طالبانو حکومت به په رسمیت ونه پېژنو


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو

ترکیه وايي، له طالبانو سره یې تېره شپه په خپلو خبرو کې د افغانستان د یووالي لپاره د پراخ بنسټه حکومت پر اهمیت ټینګار وکړ.

ترکي چارواکي زیاتوي، حاضره ده چې له طالبانو سره په افغانستان کې د بشري بحران په مخنیوي کې مرسته وکړي، خو د دوی حکومت به په رسمیت ونه پېژني.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره له کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، ترکیې د طالبانو پلاوي ته د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار په اړه خپله سپارښتنه تکرار کړه.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو محرومې کړي. که څه هم په وروستیو ورځو کې طالبانو په یو شمېر شمالي ولایتونو کې نجونو ته اجازه ورکړې چې تر دوولسم ټولګیو پورې زده کړو ته دوام ورکړي، خو په اکثرو دولتي ادارو کې لاهم ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي.

د متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوی ترکیې ته پرون پنجشنبه (د تلې په ۲۲مه) په رسمي سفر لاړ چې له دغه هېواد سره په دوه اړخیزو مسالو او همدا راز د افغانستان په راتلونکي د ترکیې پر همکارۍ خبرې وکړي.

چاوش اوغلو خبریالانو ته وویل، د طالبانو مشرانو ژمنه وکړه چې تر خپله وسه به د هغو افغان کډوالو مرسته وکړي چې له ترکیې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستنېږي.

اوغلو زیاته کړه: "د طالبانو ادارې وویل چې که دا افغانان غواړي چې خپل هېواد ته ستانه شي، د ټولو هغو کسانو په شان چې اوس په خپل هېواد کې اوسي، دوی به یې خدمت وکړي او په بېرته ستنېدو کې به یې ملاتړ وکړي. خو موږ له دوی سره په دې هم خبرې وکړې چې د نورو کډوالو د سیل د ماتېدو د مخنیوي لپاره باید څه وشي؟"

سلګونه زره افغانانو ترکیې ته پناه وړې او اکثره یې هڅه کوي چې د دې هېواد له لارې ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي.

د امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوی تردې مخکې قطرته تللی و چې د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرې وینډي شېرمن او همدا راز د اروپايي اتحادیې له پلاوي سره خبرې وکړي.

سلګونه زره افغانانو ترکیې ته پناه وړې او اکثره یې هڅه کوي ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي.
سلګونه زره افغانانو ترکیې ته پناه وړې او اکثره یې هڅه کوي ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي.

امریکا طالبانو ته د داعش پرضد جګړه کې د همکارۍ وړاندیزوکړخو طالبانو رد کړ.

په همدې حال کې د روسیې حکومت په مسکو کې د افغانستان په اړه د راتلونکې اوونۍ تر خبرو مخکې پرون پنجشنبه(د تلې ۲۲مه) هیله وښوده چې طالبان به په خپله له بهرني ملاتړه پرته په افغانستان کې داعش وځپي.

د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (اکتوبر په شلمه) روسیې د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کنفرانس تابیا کړې ده.

د افغانستان لپاره د ولسمشر ولادیمیرپوتین ځانګړي استازي ویلي چې مسکو به دې کنفرانس ته طالبان هم راوبولي، خو د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي: "موږ تراوسه پورې په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، موږ ته بلنه راکړل شوې ده او تر غور لاندې ده."

مسکو په مارچ میاشت کې هم د افغانستان په اړه د امریکا، چین او پاکستان په ګډون کنفرانس جوړ کړی و.

XS
SM
MD
LG