د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

کندهار کې د شیعه ګانو پر یوه جومات برید؛ د مړو شمېر ۴۷ کسانو ته ورسېد


په کندهار کې د شیعه و په جومات کي تر چاودنې وروسته تصاویر
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

په کندهار کې د شیعه و په جومات کي تر چاودنې وروسته تصاویر

پرون جمعه د افغانستان په لوی ښار کندهار کې د وارخطایۍ او وېرې فضا خوره وه. عیني شاهدان وايي، د امام بارګاه په جومات کې دوه چاودنې وشوې- یوه په دروازه کې او بله دننه جومات کې.

د کندهار ښار اوسېدونکي احمدجاوېد پېښه په خپلو سترګو لیدلې: "انتحاریان چې راغلل لومړی یې پر محافظینو ډزې کړې دي، وروسته یې لاسي بمونه غورځولي دي او یوه انتحاري ځان په دهلېز کې الوزولی دی او وروسته یو بل جومات ته ننوتی دی او هلته یې ځان الوزولی دی."

د طالبانو چارواکي او عیني شاهدان وايي چې چاودنه د ماسپښین په ۱۲:۴۵ د جمعې د لمانځه پرمهال وشوه. د کندهار یو بل اوسېدونکی سیدمرتضی وايي چې د سترګو په رپ کې هرڅه بدل شول.

مرتضی له چاودنې د وروسته شېبو کیسه کوله: "له چاودنې وروسته چې کله خلک ولاړل له دې ځایه وتښتېدل موږ ولیدل چې مسجد ټول له شهیدانو او ټپیانو ډک و."

دا دوهمه پرله پسې ورځ ده چې د جمعې د لمانځه پرمهال د هېواد د شیعه ګانو په جوماتونو کې خونړۍ چاودنې کېږي.

تېره اوونۍ د کندز په یوه جومات کې او پرون د کندهار ښار د امام بارګاه په جومات کې چاودنو لسګونه کورنۍ د غم پر ټغر کېنولې.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي نور احمدسعید تېرماښام ازادي راډیو ته د کندهار د چاودنې د تلفاتو په اړه معلومات ورکړل: "د پېښې وروستي جزییات همدا دي چې ۴۷ تنه شهیدان او د اویا په شااوخوا کې کسان ټپیان دي. د شهیدانو ځینې لوړ ارقام چې خپرېږي واقعیت نه لري."

یوه اوونۍ مخکې په همدې ورځ د کندز د سیدآباد ګذر د شیعه ګانو جومات کې خونړۍ چاودنې لږترلږه ۵۰ کسان ووژل او له ۱۵۰ زیات نور یې ټپیان کړل. د هغې چاودنې مسوولیت د داعش ډلې خراسان څانګې منلی و.

طالبانو ویلي چې د دواړو پېښو عاملانو ته به سخته سزا ورکړل شي.

د چارو شنونکي وايي چې اسلامي دولت ډله اوس د طالبانو لپاره په یوه لویه ننګونه بدله شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د بېلابېلو هېوادونو چارواکو له منځني ختیځه افغانستان ته د داعش د جنګیالیو د رارسېدو له کبله اندېښنه ښودلې ده. خو د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي پرون وویل له منځني ختیځه افغانستان ته د داعشي جنګیالیو د تلو هېڅ امکان نه شته.

ښاغلي کریمي زیاته کړه چې طالبان د هېواد پر ټولو سیمو بشپړ تسلط لري او هېڅ سیمه هم د بلې کومې ډلې په ولکه کې نه ده.

له دې حملو سره دا ویلای شو چې داعش د طالبانو لپاره یوه لویه ننګونه ده؟

داعش ډله چې د دې حملو مسوولیت یې منلی څنګه کولای شي دا ډول پېچلې حملې چې یوبل ته ډېرې ورته دي په افغانستان کې ترسره کړي؟

طالبان چې په خپله یې تر دوو میاشتو مخکې پورې یې دا ډول حملې پلانولې او ترسره کولې یې څنګه نه شي کولای د داعش د حملو پر شبکو ځان خبر کړي او مخه یې ونیسي؟

XS
SM
MD
LG