د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

کندهار کې د شیعه ګانو پر جومات برید۳۶ لمونځ کوونکي ووژل


کندهار کې پر جومات چاودنې تر ۷۰ زیات ټپیان کړي هم دي.
کندهار کې پر جومات چاودنې تر ۷۰ زیات ټپیان کړي هم دي.

د کندهار ښار د لومړی حوزې اړوند د شیعه ګانو په لوی جومات یا امام بارګاه کې د نن ورځې د انتحاري حملې د وژل شویو کسان شمېر ۳۶ او د ټپیان شمېر ۷۰ ته لوړ شوی دی.

د کندهار د اطلاعاتو امر شمس صمیم ازادي راډیو ته وویل: "نن غرمه د جمعې د لمانځه پرمهال د اهل تشیع په امام بارګاه کې یو ځانمرګي بریدګر ځانته چاودنه ورکړه چې په پېښه کې ۳۶ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي"

د کندهار میرویس روغتون ته د پېښې له ځایه ۳۴ مړي او ۶۹ ټپیان ور وړل شوي دي.

د دغه روغتون سرطبیب ډاکټر محمد قاسم ازادي رادیو ته وویل چې په ټپیانو کې د یو شمېر کسانو حالت نازک دی.

بل خوا د پېښې عیني شاهدان د حمله کوونکو شمېر دوه تنه ښيي.

د ازراپي په نوم د پېښې یو عیني شاهد ازادي راډیو ته وویل چې یو حمله کوونکي د جومات په دروازه کې د امنیتي کسانو له خوا وویشتل شو او دوهم په جومات کې دننه ځانته چاودنه ورکړه.

دی وايي: "موږ د جمعې د لمانځه لپاره راغلي وو، یوه حمله کوونکي د لمونځ کوونکو په منځ کې ځان پټ کړی وو، دوهم غوښتل چې راشي هغه زموږ د امنیتي کسانو له خوا وویشتل شو، دوهم یې د لمونځ کوونکو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه."

تر اوسه د دې حملې مسوولیت چا نه دی منلی.

هاخوا د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما ویلي په افغانستان کې ترهګري دوام لري. دوی دا خبره د کندهار د نننۍ لویې چاودنې په غبرګون په خپل ټوېټر کړې ده.

یوناما لیکلي چې په مذهبي او عبادت ځایونو دا ډول بریدونه په کلکه غندي او عاملین یې باید محاکمه او مجازات شي.

د کندهار د برید په تړاو یو شمېر نورو کسانو هم غبرګون ښودلی.

له دې ډلې په دوحه کې د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوتزل هم په یوه لنډ بیان کې د کندهارچاودنه غندلې ده.

پوتزل لیکلي، اوس چې افغانستان کې د سولې لپاره چانس شته دا ډول ناوړه بریدونه باید سمدستي ودریږي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کندهار په امام بارګاه فاطمي جامع جومات کې برید بشري ضد جنایت بللی او غندلی یې دی.

کرزي په خپل ټوېټر لیکلي چې دا عمل د افغانستان د سولې، ثبات او یووالي پر وړاندې د پردیو یوه ښکاره دسیسه ده.

تردې یوه اوونۍ وړاندې د کندز ښار په سیداباد ګذر کې د شیعه ګانو پر جومات د برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې منلی وو.

د هغه ځانمرګي برید مسوولیت داعش یا اسلامي دولت ډلې منلی و او پکې شاوخوا پنځوس کسان وژل شوي وو او له ۱۴۰ زیات نور ټپیان وو.

XS
SM
MD
LG