د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

کابل هوايي ډګر ته نږدې چاودنې؛ اسوشيټېډ پرېس: لږ تر لږه ۷۲ کسان وژل شوي


د کابل هوايي ډګر د چاودنې قربانیان
د کابل هوايي ډګر د چاودنې قربانیان

هغه تصویرونه چې د کابل هوايي ډګر ته نژدې له چاودنو وروسته د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي بوږنونکي دي. له دې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېل راپورونه ورکړل شوي.

اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس د افغان او امريکايي چارواکو له قوله وايي چې لږ تر لږه ۷۲ کسان وژل شوي او تر يو نيم سلو زيات نور ټپيان دي.

دې خبري اژانس د يو افغان چارواکي له خولې چې نوم يې نه دی ياد شوی ويلي، چاودنو لږ تر لږه شپېته افغانان وژلي او ۱۴۳ يې ټپيان کړي.

بل خوا امريکايي چارواکو ويلي چې چاودنو ۱۲ امريکايي سرتيري وژلي دي.

د داعش وسله والې ډلې د دې دوو چاودنو څخه د يوې مسوليت منلی دی .

هاخوا پنټاګون دا چاودنې یو "پیچلی برید" بللی دی.

امریکايي چارواکو ویلي چې له دې چاودنو وروسته د کابل د هوايي ډګر شااوخوا د نورو چاودنو اندېښنه هم شته.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر دا چاودنې غندلي دي او ویلي یې دي "چاودنه په هغه سیمه کې ترسره شوې چې د‌ امنيت مسوولیت يې د امريکايي ځواکونو په لاس کې دی."

د اروپايي ټولنې، ناټو په شمول د نړۍ یو شمېر سازمانونو او هېوادونو دا چاودنې غندلي دي.

چاودنې د هوايي ډګر بهر هغه سیمه کې شوي چېرې چې زرګونه افغانان له افغانستانه د هوا له لارې د وتلو هڅه کوي.

تر دې مخکې امریکا او متحدانو یې پر خپلو وګړو او افغانانو ټینګار کړی و چې سیمه کې د بریدونو خطر شته او د کابل له هوايي ډګره دې خپلو کورونو ته ستانه شي، خو کابل کې خبریالان وايي، تر دې خبرداریو وروسته هم د هوايي ډګر شااوخوا ګڼه ګوڼه هماسې په خپل پاتې وه.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وايي، یوه چادونه د هوايي ډګر ابي دروازې او بله په ورڅېرمه هوټل کې شوې ده.

د امریکايي چارواکو په وینا لږ تر لږه یوه چاودنه داسې ښکاري چې د ځانمرګي بریدګر له خوا به ترسره شوي وي.

په کابل کې د امریکا سفارت چاودنه لویه بللې ده او ویلي یې دي چې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د شېر ولي صاحبزوی په نوم یو عیني شاهد پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي: زما د ښي و چپ لاس کسان همدلته نهر کې پړمخې ولویدل د سرونو کاسې یې نه وې. نه پوهیږم څنګه له نهر راوختم خو خوله مې له باروتو ډکه وه او ساه مې بندیده، اوښکې مې روانې وې ملګري ته مې ور وکتل نهر له مړیو ډک و" دا عیني شاهد پر خپله فیسبوک پاڼه زیاتوي.زه یې خپله نه شم قبلولی چې څنګه روغ ووتم. د دویمې چاودنې له ویرې یې مستقیم فایرونه راباندې وکړل روغ یم، مګر باید نن مړ وای. "

ځینې نورو عیني شاهدانو هم ادعا کړې چې له چاودنې وروسته په سیمه کې امریکايي سرتیرو ډزې کړي دي.

امریکايي چارواکي پېښې څاري.

رویټرز د یوې خبرې سرچینې په حواله وايي، د چاودنې پرمهال د امریکا جمهور ریس جو بایډن د امنیتي چارواکو سره د افغانستان د وضیعت په اړه غونډه بوخت و چې د چاودنې راپور ورکړل شو.

ویل شوي چې ولسمشر بایډن، مرستیاله یې کاملا هاریس، د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن، د دفاع وزیر لوېډ اسټن او د امریکا د وسله والو ځواکونو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي پېښې د ویډیويي اړیکو له لارې څاري.

XS
SM
MD
LG